افغان خبریالې د بشري حقونو "غاټول جایزه" ګټلې ده

.
د عکس تشریح، مېرمن بارکزۍ وايي په هرات ولایت کې د بشري حقونو په برخه کې د راپور جوړولو پر مهال د بېلابېلو ډلو له لوري په مرګ ګواښل شوې او اوس په کابل کې ژوند او دنده پرمخ بیايي.
د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو فعاله او خبریاله نقیبه بارکزۍ د بشري حقونو په برخه کې د تولیپ یا د غاټول د جایزې ګټونکې اعلان شوه.

دا جایزه د هالنډ له خوا هرکال هغه چا لپاره اعلانېږي چې د بشري حقونو لپاره یې نوښتګر فعالیت کړی وي.

مېرمن بارکزۍ تر ډېره د ښځو او ددوی د حقونو د اړوندو مسلو په اړه د راپورونو له کبله دا جایزه ګټلې ده.

له افغانستانه د دې جایزې د ګټلو لپاره درې تنه نوماندان وو.

درېیم ګړي پلاوي له دې درېیو تنو څخه د مېرمنو د حقونو فعاله او خبریاله نقیبه بارکزۍ ددې جایزې ګټونکې اعلان کړه.

۲۸ کلنه بارکزۍ وايي ډېری راپورونه یې د بشري حقونو په اړه، په ځانګړي ډول د مېرمنو په اړه راڅرخېدل او ددې پر ټکو همدا راپورونه ددې جایزې د ګټلو لامل شول.

مېرمن بارکزۍ وویل راپورونه یې تر ډېره د ښځو او ماشومونود حقونو په برخه کې د څرګند بدلون لامل شول.

نوموړې پر دې سربېره چې خبریاله ده، د یوې مدني فعالې په توګه هم ښځو ته د عدالت غوښتنه کې برخه لري.

نقیبه بارکزۍ
د عکس تشریح، نقیبه بارکرۍ د بشري حقونو برخه کې د غاټول جایزه ګټلې ده

مېرمن بارکزۍ وايي په هرات ولایت کې د بشري حقونو په برخه کې د راپور جوړولو پر مهال د بېلابېلو ډلو له لوري په مرګ ګواښل شوې او اوس په کابل کې ژوند او دنده پرمخ بیايي.

نوموړې ته د جایزې د ګټلو سربېره پنځه زره یورو هم ورکړل شوي چې د بشري حقونو په برخه کې یې ولګوي.

همدارنګه نوموړې ته هالنډ ته د درې ورځني سفر زمینه هم برابره شوه چې د غاټول جایزې له نورو ګټونکو سره هم وګوري.

تېرکال له غور ولایت څخه مدني فعال حسن حکیمي دا جایزه ګټلې وه.