۱۲ کلنه افغانه نجلۍ د پاخه عمر مېړه په لیدو بې حاله شوه

فاطمه
د عکس تشریح، ۱۲ کلنه فاطمه وروسته تر هغه بې حاله شوه، چې د بدل نکاح کې یې خپل د پاخه عمر مېړه د لومؤي ځل لپاره ولید
د خپرېدو وخت

د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د هغو ښځینه ناروغانو شمېر چې ناروغي یې د کورنیو تاوتریخوالی بلل شوی تر تېر کال څلور ځله لوړ شوی. په یوه تازه پېښه کې یوه ۱۲ کلنه نجلۍ د پاخه عمر یوه سړي ته ورکړل شوې، چې په لومړي لیدو نجلۍ ته رواني ستونزه پیدا شوې.

د دغه روغتون د رواني روغتیا څانګې ډاکټر نصیر احمد علوي بي بي سي ته وویل، فاطمه د بدل په نکاح کې د پاخه عمر یوه سړي ته ورکړل شوې، کله چې یې لومړی ځل خپل مېړه لیدلی بې حالي پر راغلې او اوس له رواني اختلال کړېږي او خبرې نه کوي.

هرات د افغانستان له ګڼ مېشتو ولایتونو دی. په دې ولایت کې د هغو ښځینه ناروغانو شمېر چې ناروغي یې د کورنیو تاوتریخوالی بلل شوی تر تېر کال څلور ځله لوړ شوی دی.

د هرات حوزوي روغتون د رواني ناروغیو څانګه وايي، د ۱۳۹۷ کال لومړیو شپږ میاشتو کې څه باندې اوه سوه ښځې د رواني درملنې لپاره ورغلې دي چې تر درېیو سوو دېرشو یې د تاوتریخوالي له کبله ناروغې شوې وې.

خو د روان کال په شپږ میاشتو کې څه باندې ۱۷ سوه ښځینه ناروغانې ورغلې چې تر ۱۲ سوه ډېرې د کورني تاوتریخوالي له امله په رواني ناروغیو او ستونزو اخته شوې وې.

د دې څانګې مشر ډاکټر قدیم محمدي وايي، ښايي دا سمه نه وي چې تاوتریخوالي ورځ په ورځ ډېرېږي، خو د دې برخې مراجعین ورځ تر بلې ډېرېږي:

"خو دا نشم ویلی چې تاوتریخوالی که د مراجعانو شمېر ډېر شوی دی. دغه روغتون ته هغه ښځې ځي چې د لفظي یا فزیکي تاوتریخوالي له امله په رواني ستونزو او ناروغتو اخته کېږي."

نوموړی وايي، کورنی تاوتریخوالی او په نتیجه کې یې دا ناروغي بېلابېل عوامل لري.

د روغتیا نظام ښه شي، اړتیا د دې ده چې پراخ بنسټه مرستې وشي، کلتوري او اقتصادي لحاظ باید کار وشي، جګړه ډېره ده، ورځ تر بلې ډېرېږي.

د دې تاورتریخوالي د رېښو په هکله هرات کې مدني فعاله شګوفه ظاهر وايي، نارینه باید د ښځو د حقونو په هکله وپوهول شي:

هرات - روغتون
د عکس تشریح، د روان کال په شپږ میاشتو کې څه باندې ۱۷ سوه ښځینه ناروغانې د هرات حوزوي روغتون ورغلې چې تر ۱۲ سوه ډېرې د کورني تاوتریخوالي له امله په رواني ناروغیو او ستونزو اخته شوې وې.

"د خپلو مېرمنو د حقونو په هکله د ناروینه وو د پوهاوي کچه ټيټه ده، همدا د دې سبب کېي چې ښځې له تاوتریخوالي سره مخ شي. زه وړاندیز کوم چې ټولنه کې باید دې برخه کې پوهاوی وشي چې ښځې خپل حقونه ترلاسه کړي".

د افغانستان په کچه لا کره شمېر نشته چې څومره ښځې د تاوتریخوالي له امله رواني ناروغي لري، خو د افغانستان د روغتیا وزارت جندر څانګه وايي، ۲۲ ولایتونو کې د کورنیو ملاتړو مرکزونو مالومات ور سره شریک شوي دي دي چې له مخې یې تېر کال شپږو میاشتو کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي نږدې اته زره او روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۹ زره پېښې ثبت شوې دي.