د افغانستان ۴۶ سوېلي ولسوالیو کې هېڅ نجلۍ له ښوونځي نه ده فارغه شوې

کندهار ښوونځي
د عکس تشریح، له کندهار ورهاخوا د سوېلي هلمند ولایت له ۱۳ ولسوالیو هم په تېرو اتلسو کلونو کې یوازې ګرشک ولسوالۍ کې نجونې له دوولسم ټولګي فارغې شوې دي.
    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي کندهار
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان د څلورو سوېلي ولایتونو له ۴۸ ولسوالیو په تېرو ۱۸ کلونو کې یوازې دوو ولسوالیو کې نجونې له دولسم ټولګي فارغې شوې دي.

له پاتې ۴۶ ولسوالیو ان یوه نجلۍ هم نه ده بریالۍ شوې چي د ښوونځي ۱۲ کلنه دوره بشپړه کړي.

چارواکي یې لامل ناامني او ټولنیز واکمن دودونه یادوي.

خو منتقدین بیا د یادو ستونزو تر څنګ د پوهنې په ادارو کې فساد، د پوهنې په برخه کې د اسانتیاوو کموالی او د سیمې له شرایطو سره سم د سیسټمونو نشتوالی یادوي.

د کندهار د محمود طرزي د نجونو لیسه د ولایت مقام په ۵۰۰ مترۍ کې ده. ددې لیسې ډېری زدکوونکې لا تراوسه پوره کتابونه نه لري.

ددې ښوونځي په اوم ټولګي کې چوکۍ نشته او څلور- څلور نجونې یوه کتاب ته پر ځمکه ناستې وي.

د همدې تولګی یوه زدکونکې ۱۳ کلنه ثنا وايي: "ځینې زدکوونکې چې زموږ په ټولګي کې دي، چې هرې یوې ته ووایې ښوونځي ته راشه، درته وايي، دا یو نه دی دوه نه دي بلکې ۱۶ کتابونه دي چې باید درته یې واخلو او زر افغانۍ یې قیمت دی او موږ یې توان نه لرو."

دا ستونزه د ښار ورها خوا په ولسوالیو کې خورا پراخه ده او ان د کندهار په پنځلسو ولسوالیو کې د نجونو لپاره ځانګړي ښوونځي نشته.

کندهار ښوونځي
د عکس تشریح، له زده کړو د نجونو د بې برخه پاتې کېدو ستونزه یوازې تر جنوبي ولایتو پورې محدوده نه ده

د ارغنداب ولسوالۍ د مرکزي لیسۍ په لومړي تولګي کې د شاوخوا ۳۰ زده کوونکو ۶ یې نجونې دي.

ارغنداب کندهار ښار ته څېرمه ولسوالي ده، خو په دې ولسوالۍ کې ان د نجونو منځني ټولګۍ هم نشته.

د ارغنداب ولسوالۍ د محمد یعقوب کلا د یوه منځني ښوونځي مشر سید شاه اغا وایي په ولسوالۍ کې د امکاناتو د نشتوالي له امله ان د نجونو محلي ټولګي هم بند شوي دي.

کندهار کې ډېری په دې باور دي، چي د پوهنې اداره کې د یوه منظم سیسټم د نشتوالي ترڅنګ فساد، د درسي موادو کموالی او په ولسوالیو کې د ښځینه ښوونکو نشتون لوی شمېر نجونې له زدکړو بې برخې یا ښوونځي پرېښودو ته اړ کړې دي.

د ځوانانو د پارلمان غړی او د پوهنې په برخه کې رضا کار عبدالسمیع غیرتمل وایي په تېرو اتلسو کلونو کې د پوهنې وزارت په ولسوالیو کې د نجونو د ښوونځیو د فعالولو لپاره منظم پلان نه درلود، ځکه نو دده په خبره د کندهار په ۱۶ ولسوالیو کې له دولسم ټولګي فارغې نجونې نه شته.

کندهار ښوونځي
د عکس تشریح، د کندهار د محمود طرزي د نجونو لیسه د ولایت مقام په ۵۰۰ مترۍ کې ده. ددې لیسې ډېری زدکوونکې لا تراوسه پوره کتابونه نه لري.

له کندهار ورهاخوا د سوېلي هلمند ولایت له ۱۳ ولسوالیو هم په تېرو اتلسو کلونو کې یوازې ګرشک ولسوالۍ کې نجونې له دوولسم ټولګي فارغې شوې دي.

په دغه ولایت کې مدني فعاله ماه زري کاکړ وایي ټولنیز دودونو، ناامنۍ او زدکړه برخه کې د اسانتیاوو لږوالي ګڼې نجونې د زدکړو له پرمخ بېولو محرومې کړې دي:

"موږ ځینې داسې ولسوالۍ هم لرو چې وروڼه نه شي کوای زدکړې وکړي، نو څه پاتې چې نجونې دې هلته زدکړې وکړي. یا ښوونځي نشته او که شته هغه هم بند دي."

د کندهار د پوهنې اداره ددغه ولایت په ښار او ولسوالیو کې د نجونو د زده کړو برخه کې ستونزي مني، خو زیاتوي چې د هواري لپاره یې د کندهار په شپږو ولسوالیو کې د ښوونکو لپاره روزنیزې څانګې پرانیستي او یو شمېر ولسوالیو کې یې په لوړ معاش ښځینه ښوونکې ګمارلې دي.

دغه اداره وایي د کتابونو د کموالي د ستونزې حلولو او د ښوونکو د رسمي تشکیل په اړه وزارت د پوره کېدو ژمنه ورکړې ده.

له زده کړو د نجونو د بې برخه پاتې کېدو ستونزه یوازې تر جنوبي ولایتو پورې محدوده نه ده، د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې هم ګڼې نجونې لومړنیو زدکړو ته لاسرسی نه لري.