ټاکنو کمېسیون؛ 'د لومړنیو پایلو اعلانولو ته خنډونه مه جوړوئ'

ټاکنې، افغانستان

د عکس سرچینه، IEC

د عکس تشریح، د ټاکنو کمیسیون وايي، د رایو بیا شمېرنۍ او تفتیش لړۍ د بیا پیل لپاره د ټولو ټاکنډلو سره په سلا مشورو لګیا دي.
د خپرېدو وخت

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون وايي، د رایو بیا شمېرنۍ او تفتیش لړۍ د بیا پیل لپاره د ټولو ټاکنډلو سره په سلا مشورو لګیا دي.

کمېسیون وايي په له ټپه د ولاړ حالت نه د وتلو لپاره په کار ده چې ټاکنډلې ورته د بیا شمېرنې په مخ کې خنډونه جوړ نه کړي چې د لومړنیو پایلو اعلان شونی شي.

د رایو بیا شمېرنې لړۍ له درېدو ځينو ټکټونو هر کلی کړی، خو د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونې ټاکنډلې په ځینو ټاکنیزو ډلو تور پورې کړی چې د پایلو اعلان د ځنډ لپاره يې په خپل فشار دا لړۍ له ستونزو سره مخ کړې ده.

وروسته له هغې چې د ټاکنو کمېسیون رسماً د رایو بیا شمېرنې لړۍ د درېدو اعلان وکړ دې کمېسیون د ټاکنډلو د وړاندیزونو او اعتراضونو د اورېدو لړۍ پیل کړې. د ټاکنو کمېسیون او بېلابېلو ټاکنیزو ټکټونو غړي وايي، د خبرو دا بهیر تېره شپه پیل شوی.

کمېسیون هیله لري د رایو د بیا شمېرنې لړۍ د پیلېدو لپاره ټول لوري غاړه کېږدي چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانول ژر شونی شي.

د کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ بي بي سي ته وویل، د دې تر څنګ کمېسیون د ځينو رایو پر برخلیک وروستۍ پرېکړې کوي چې ښايي ورسره به مخالفتونه هم کم شي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون تېره ورځ د رایو د بیا شمېرنې پر وړاندې د ځینو ټاکنیزو ټکټونو خنډونو او اعتراضونو له کبله د بیا شمېرنې بهیر ودراوه. دا بهیر د تېرې یکشنبې په ورځ پیل شوی و.

افغانستان، ټاکنې، انتخابات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وروسته له هغې چې د ټاکنو کمېسیون رسماً د رایو بیا شمېرنې لړۍ د درېدو اعلان وکړ دې کمېسیون د ټاکنډلو د وړاندیزونو او اعتراضونو د اورېدو لړۍ پیل کړې.

کمېسیون ویلي، تر دې دمه يي د پنځو ولایتونو د رايو بیا شمېرنه بشپړه کړې او اټکل کوي که له مخالفتونو پرته دا بهیر پیل شي ، نو د رایو بیا شمېرنې بهیر به پنځه ورځې وخت ونیسي.

دې کار د ټاکنو لومړنۍ پایلې چې باید میاشت وړاندې اعلان شوې وای هم تر نامعلومې مودې ځنډولې دي.

د لومړنۍ مهالوېش له مخې ټاکل شوي وه چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې میاشتې په ۲۷ اعلان شي، خو هغه مهال کمېسیون اعلان وکړ چې له پاکو د ناپاکو رایو د بېلولو بهیر پیلوي او لومړنۍ پایلې د لړم تر ۲۳ ځنډېږي.

د ټاکنو کمېسیون وايي د رایو په بیا شمېرنه کې د ځينو ټاکنډلو له خنډونو وروسته یو ځل بیا هغه مهالوېش نه پلي کېږي چې له مخې يي باید نن (لړم ۲۳) لومړنۍ پایلې اعلان شوې وې.

دا دویم ځل دی چې د تلې د شپږمې نېټې ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې ځنډېږي.

افغانستان، ټاکنې، انتخابات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ټاکنو کمېسیون وايي د رایو په بیا شمېرنه کې د ځينو ټاکنډلو له خنډونو وروسته یو ځل بیا هغه مهالوېش نه پلي کېږي چې له مخې يي باید نن (لړم ۲۳) لومړنۍ پایلې اعلان شوې وې.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونې ټاکنډلې ویلي، د پایلو په اعلان کې د ځنډ له پاسه ځنډ د هېواد په خیر نه ګڼي، خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنډلو او د ولسمشرۍ د کاندیدانو شورا ویلي تر هغې چې د دوی اندېښنې په پام کې نه وي نیول شوې، د بیا شمېرلو لړۍ باید بیا پیل نه شي.

دې ډلو ویلي، د ستونزې د حل لپاره د ټاکنو له کمېسیون سره په مشورو لګیا دي چې د رایو د بیا شمېرنې په صورت کې اعتراضونه په پام کې ونیول شي.