د هرات تخت صفر پارک چې هره جمعه دوه زره کسان پکې راټولیږي

    • Author, محمد قاضي زاده
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د هرات تفریحځي یوازې د هراتیانو لپاره زړه راښکونکې منظرې نه لري، بلکې د افغانستان ټول هغه خلک چې یو ځل یې هرات لیدلی دا ځای یې خوښېږي.په ځانګړي توګه تخت صفر پارک چې د هرات په شمالي زرغونو لمنو کې پروت دی.

غلام رسول صوفي زاده د دې تفریحځي مدیر دی او وایي په دوبي کې هره جمعه څه باندې لس زره کسان او په مني کې هره جمعه نږدې دوه زره کسان تخت صفر کې سره ټولېږي. د ده په ټکو په دې پارک کې ګڼه ګوڼه ډېره وي خو ځورونکي څه پکې نشته:

"خلک راځي له دغو ماشینونو او د لوبو له وسایلو کار اخلي. له کوره خوراکي توکي ورسره راوړي.

په ارامي راځي او په ښه ارامي بېرته ستنیږي. په دې پارک کې د 'چرخ فلک' په نوم زانګو هم شته چې ۴۲ متره لوړوالی لري او په هره خونه کې یې پنځه کسان کښیني او څرخي.

په دې کې همدارنګه ښځینه او نارینه دواړه کښیني. د ماشومانو لپاره شپږ او د هرعمر لپاره څه باندې شل د لوبو وسایل لرو."

دې پارک ته راغلي کورنۍ له ډاډمنې امنیتي فضا خوښ ښکاري، د یوې کورنۍ غړی بصیر احمد مسعودي یې په اړه وايي:

"ډېرهوسا یو. د کورنۍ سره راغلي یو. خلکو هم کلتور او فرهنګ درک کړی. کومه خاصه ستونزه نشته. پراخه زرغونه فضا ده او ماشومان مو د لوبتوکو سره لوبیږي. زه د خپلې مېرمنې، خسرخېلو او خپلوانو سره راغلی یم. ډوډۍ یا له کوره راوړو او یا یې دلته له رسټورانټه پیرو."

تخت صفر یوازې د هراتیانو لپاره په زړه پورې منظرې نه لري. ګل اغا چې له هلمنده راغلی، وایي:

"دا ځای مې بیخې ډېر خوښېږي. هرکله چې وخت ولرم ورته راځم. ښې منظرې لري."

تخت صفر چې د ډېر پخوا راهیسې د هرات مشهور تفریحځي و او په وروستیو لسیزو کې په یوه پوځي اډه بدل شوی و، په دې وروستیو کلونو کې بیا په پارک بدل شوی او زرګونه ښځې او نارینه هره جمعه د میلو لپاره ورمات وي.

له دې ځایه نږدې درې لسېزې د جنګ قومانده ورکول کېده او د قول اردو قوماندانی دلته وه، خود طالبانو د واکمنۍ وروسته یوځل بیا په تفریحځی بدل شو خو تر پخوا پراخ او زرغون شو.

هرات ګڼ تفریحځي لري خو له ښاره بهر هغه یې د امنیتي ګواښونو له کبله چندان له ګڼې ګوڼې ډک نه وي خو په تخت صفر کې بیا د جمعې په شپه او ورځ په زرګونه کسان راټولېږی او مېلې کوي.

د دې ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د پل مالان او د مېرداود پارک شته.په انجیل ولسوالۍ کې خواجه ملا کوهي پارک او په کرخ ولسوالۍ کې د قلعه شربت پارک.

یاد تفریخ ځي سره له دې چې د تخت صفر په پرتله د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره ډېر په زړه پورې دی، خو د امنیتي ګواښونو له کبله هرڅوک نشی ورتللی په ځانګړي توګه د شپې له خوا. خو تخت صفر کې شپه او ورځ ګڼه ګوڼه وي.