تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په هرات کې د افغان ښځو پر وضعیت د نقاشۍ نندارتون
د خپرېدو وخت
په هرات کې د انځورګرۍ درې ورځنی نندارتون د یوې ځوانې انځورګرې په هڅه پرانیستل شوی دی. په دې نندارتون کې د شکېبا صحرایي دېرش تابلوګانې نندارې ته وړاندې شوې دي.
مېرمن صحرایي وایي هڅه یې دا وه چې په افغاني ټولنه کې د ښځو ستونزې منعکسې کړي. زموږ همکار محمد قاضي زاده یې لیدو ته ورغلی و.