تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هرات فلم فېسټوال
د هرات - د ښځو فلمونو پنځم نړیوال نندارتون غوره فلمونو او ممثلینو ته د جایزو له ورکړې وروسته پای ته ورسېد. دغه نندارتون ته چې له ۳۳ هېوادونو پکې ۲۰۰ فلمونه سیالۍ ته وړاندې شوي وو، له ایران او هنده هم فلم جوړونکې ښځې هم راغلې وې.
دغه نندارتون د چارشنبې پر ورځ د افغانستان او نړۍ د ۵۰ فلمي شخصیتونو له ګډون سره پيل شوی و. فېسټوال ته له روسیې، برازیل، اسپانیا، اوکراین، ایران، ترکیې، هند، ازبکستان او ځینو نورو هېوادونو فلمونه استول شوي وو.
د نندارتون پای کې د (افغانستان) ملي سیالۍ برخې ته ۱۱ او د نړیوالې سیالۍ برخې ته ۳۷ فلمونه وټاکل شول او دوه فلمونه له سیالۍ بهر د ځانګړې نندارې لپاره وټاکل شول.
د ایران، هند، المان، اسپانیا او افغانستان له مشهورو فلمي شخصیونو تشکیل شوي جیوري یا منصفه پلاوي د افغان فلمونو په ګډون پنځه غوره فلمونه وټاکل او جایزې یې ورکړې.
د هرات فلم نندارتون چمتو کوونکې افغان پروډیوسره رویا سادات وايي، که څه هم د دغه فېسټوال پنځم پړاو د ناامنیو تر سیوري لاندې و، خو په وینا یې د تېرو کلونو پرتله سږ کال د فلم نندارچیانو شمېر ډېر و. ن
وموړې وايي:
''د ۲۰۰ فلمونو له ټولګې غوره فلمونه وټاکل شول او په ورته مهال کابل، جلال اباد، هرات او بامیانو کې نندارې ته وړاندې شول. ''
نوموړې زیاتوي ''کرار کرار په افغانستان کې د سینما پر پرده د فلم لیدلو دود په ډېرېدو دی. ''
- د غوره فلم لپاره جایزه د هندي فلم (د لړمانو سندره) چمتو کوونکي انوپ سینګ ته ورکړل شوه.
- د غوره ډاریکټر جایزه هم د همدې فلم لپاره انوپ سینګ ته ورکړل شوه.
- د غوره سیناریو جایزه هم د همدې فلم لپاره انوپ سینګ ته ورکړل شوه.
- د غوره ممثلې جایزه ایرانۍ ګلشیفته فراهاني ته د (د لړمانو سندره) لپاره ورکړل شوه.
- د غوره نارینه ممثل جایزه هندي عرفان خان ته (د لړمانو سندره) لپاره ورکړل شوه.
- د غوره فوټوګرافي جایزه د (کافران) نومي فلم لپاره ډینیز سازونوف ته ورکړل شوه.
- د غوره ډاکومنټري یا مستند فلم جایزه ازاده موسی ته د (در جستجوی فریده) لپاره ورکړل شوه.
- د ډایرکشن برخه کې غوره جایزه صحرا ماني ته د (هزار و یک زن چون من) نومي فلم لپاره ورکړل شوه.
- د ټرسټیز بورډ ځانګړې جایزه حسن حسین ته په قرباني نومي فلم کې د غوره تمثیل لپاره ورکړل شوه.
د لنډې دورانیې افغان فلمونو کورنۍ سیالۍ کې حلیمه کریمي ته د مادر مجرد نومي فلم کې د غوره تمثیل جایزه ورکړل شوه او د غزل نومي فلم لپاره عبدالحمید ماندګار ته د غوره ډایرکټر جایزه ورکړل شوه.
دغه راز فاطمه حسیني ته د فریاد خاموشي او طاهر بیک ته د حبیبه نومي لنډې دورانیې فلم چمتو کولو له کبله جایزې ورکړل شوې. د هرات فلم ټولې جایزې له لاجوردو او برونزو چمتو شوې چې د افغانستان د قیمتي ډبرو او په ځانګړې توګه د لاجوردو خزانو او لاسي هنرونو استازیتوب کوي.