ملګرو ملتونو او امریکا د کابل او پروان بریدونه وغندل

افغانستان
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوتیرش او په دغه ټولنه کې د ګڼو هېوادونو استازو هم دا برید غندلی دی.

په دغو دوو بریدونو کې چې مسوولیت طالبانو منلی نږدې پنځوس کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د پروان برید په ټاکنیزو هڅو تر ټولو خونړی دی، چې تراوسه کېږي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې کیلي کرپ وايي ،هېواد یې افغانستان کې امنیت سولې، انساني حقونو ته ژمن دی.

نوموړې زیاتوي، هېواد یې ژمن دی له ملګرو ملتونو، امنیت شورا غړو هېوادونو او افغان حکومت سره په ګډه سولې او امنیت او بشری حقونو خوندیتوب لپاره کار وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی دا برید غندي او وایي دا ښيي چې وسلوال طالبانو ولسي وګړو او بشري حقونو ته پام نه کوي.

یوناما دا برید له نړیوالو قوانینو سرغړونه بولي.

برید

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پروان برید د ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنیز کمپاین غونډې ته نژدې شوی.

لومړنی برید د پروان ولایت په چاریکار ښارګوټي کې هغه ځای ته نژدې چې په پام کې وه، ولسمشر غني به د ټاکنیز کمپاین لړ کې یوې غونډې ته وینا کوله، ځانمرګي برید کې ۲۶ کسان وژل شوي دي.

بل برید د پلازمېنې کابل مکروریانو سیمه کې د امریکا متحدو ایالتونو سفارت ته نژدې شوی چې ۲۲ کسان پکې وژل شوي دي. وسله والو طالبانو ویلي، دغه دواړه بریدونه دوی کړي دي.

طالبانو په داسې حال کې د بمي بریدونو یوه لړۍ پیل کړې چې بل لور ته یې له امریکايي استازو سره د سولې خبرې هم کولې، خو د روانې میاشتې پیل کې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې د افغان سولې دغه خبرې نورې نه کېږي.

طالبانو له افغان حکومت سره له خبرو انکار کړی او ګواښ یې کړی چې د سپتمبر میاشتې پر ۲۸ نېټه به د ولسمشریزو ټاکنو مخه نیسي. دوی په یوه اعلامیه کې ویلي:

''موږ له مخکې خلکو ته خبرداری ورکړی چې په ټاکنیزو غونډه کې دې برخه نه اخلي، که کوم زیان ورته اوړي، مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي. ''

کابل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پلازمېنه کابل کې هم یوه چاودنه شوې

رپوټونو کې ویل شوي، د پروان مرکز چاریکار کې چاودنه له ځايي وخت سره سم پر ۱۱ بجې او ۴۰ دقیقې وشوه چې له کبله یې ۴۲ کسان ټپیان شوي دي. طبي کارکوونکي وايي، ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.

ځانمرګی برید ګر پر موټر سایکل ناست و، چې ویل کېږي یوې یوې پوستې ته نژدې یې په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړه.

پروان

د عکس سرچینه، Reuters

دویم بریدګر له ځايي وخت سره سم د ورځې نژدې یوه بجه پلازمېنه کې له ګڼې ګوڼې ډکه مسعود څلور لارې په نښه کړه، چې د ناټو ځواکونو یوه مرکز او دولتي وزارتونو ته څېرمه موقعیت لري.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت چارواکو په وینا دغه برید کې د وژل شویو کسانو تر څنګ ۳۸ کسان ټپیان شوي دي. ولسمشر غني د دغې پېښې عاملین (بې زړه سوي دښمنان) بللي دي.

ولسمشر غني په ټویټر پیغام کې ویلي، ''بې رحمه دښمن کابل هم په نښه کړ او دا ځل یې هم هدف ملکي کسان ول. ''

دا په داسې حال کې ده چې د بي بي سی له خوا د راټولو شويو معلوماتو له مخې په اګست مياشت افغانستان کې هره ورځ اوسط ډول ۷۴ کسان وژل شوي دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

دغه معلومات ښيي چې د طالبانو په ګډون دغه ډېری وژل شوي په جګړې کې د ښکېلو اړخونو اړوند کسان دي، خو د ماشومانو په ګډون پکې پنځه سلنه وژل شوي ملکي خلک دي.

د ملکي خلکو لپاره په افغانستان کې تر ټولو خونړۍ ورځ د اګست ۱۸ مه وه چې په یوه واده کې د ۹۲ کسانو په ګډون په یوه ورځ ۱۱۲ کسان ووژل شول.

د اټکل له مخې ویل کېږي چې طالبان د افغان خاورې په ۷۰ سلنه سیمو کې فعالیتونه کوي.

د ۲۰۱۹ کال جون کې د سولې نړیوال جدول له مخې افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد بلل شوی دی.