هرات: طالبانو سره نښته کې د ملا رسول ډلې وسله وال وژل شوي

ملا رسول
د عکس تشریح، د ملا رسول ډله له طالبانو بېله شوې او تور پرې لګېږي چې له افغان حکومت سره اړیکې لري
د خپرېدو وخت

د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او له دوی نه د یوې جلا شوې ډلې ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي. رپوټونه وایي چې جګړه کې ډېری وژل شوي کسان د هلمند اوسېدونکي چې د ملا رسول ډلې پورې تړاو لري. دا نښته دوه ورځې وړاندې شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې جزئیات نن پنجشنبه ترلاسه شول.

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کي یوې حکومتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، دغه کسان د همدې ولایت د ګذرې ولسوالۍ په کورټ کلي کې د طالبانو سره په جګړه وژل شوي دي.

د مولوي رسول په مشرۍ له طالبانو د بېلې شوې ډلې یو قومندان ملک بازګل - چې وايي په همدې جګړه کي یې برخه درلودله منلې چې د دوی څلوېښت ملګري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

دغه قومندان وایي د وسله والو طالبانو د سرې قطعي یا ځانګړي ځواک لسګونو کسانو پر دوی برید وکړ، چې څو ساعته یې دوام درلود.

د دې ډلې یو بل مشر ملامنان نیازی ادعا کوي چې په دغه جګړه کي طالبانو ته هم د سر زیان ور اوښتی دی. هغه وايي چې اتلس طالب وسله وال وژلي دي.

خو د ملا هبت الله په مشرۍ طالبان وايي وژل شوي کسان حکومتي ملیشې دي چې په سیمه کې د سنګوریانو په نامه یادیږي.

دوی وایي دا کسان دوې ورځې وړاندې د هرات ګذرې ولسوالۍ کې د یوه برید پر مهال وژل شوي دي. د دغې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې په دغه برید کې ۳۰ تنه وژل شوي دي.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کابو ټول وژل شوي کسان ځوانان دي او د هلمند د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکي دي

د هلمند ولایتي شورا وایي ۴۰ مړي تېره شپه د هلمند مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو ته راوړل سوي دي. ویل کېږی چي ډیری وژل شوي ځوانان دي.

د دغه کسانو وژنې د هلمندیانو غوسه راپارولې او له ځایي چارواکو غواړي هغه کسان باید محاکمه کړي چې دا ځوانان یې تېرایستلي او جګړې ته یې لېږلي دي .

د هلمند د ولایتي شورا مشر عطا الله افغان وایي د شاوخوا څلوېښتو ځوانانو مړي تېره شپه هلمند ته راوړل شوي. د نوموړي په وینا د دې کسانو جنازې به نن پنجشنبه په ګریش، مارجه، ناوې ولسوالیو او لښکرګاه ښار کې وشي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ هرات کې جګړه کیږي. وړاندې هم په دغه ولایت کې ورته مرګونې نښتې رامنځته شوې دي خو دا د دوی ترمنځ په یوه جګړه کې تر ټولو لویه مرګ ژوبله ده چې پېښه شوې.

طالبان
د عکس تشریح، د ملا رسول ډلې وسله والو څو څو ځله له طالبانو سره نښته کړې

سنګوریان په هلمند کي یو ډول حکومت پلوه ځواک دی، چي وسله والو طالبانو ته په ورته جامو، وسلو او وسایلو سمبال دي. د راپورونو له مخي دغه ځواګ دوه کاله وړاندي د لښکرګاه د کلابندۍ پر مهال د جګړې په لومړۍ کرښه کي سخت وجنګېد.

طالبان د ملا رسول ډله او جنګیالي هم تورنوي چې د افغانستان د حکومت له استخباراتو سره اړیکې لري او هغوی یې ملاتړ کوي.

پر خواله رسنیو د دې پېښې د څرنګوالي په اړه د ګڼو هلمندیانو تر منځ بحثونه پیل شوي دي او د ولایتي شورا د غړو په ګډون ډېری خلک د دې پېښې د پلټلو غوښتنه کوي