ورځپاڼې: امریکایي چارواکي له افغانستانه د ځواکونو پر ایستلو وېشلي

د خپرېدو وخت

دې هېل

امريکايۍ دې هېل ورځپاڼې د "اېن.بي. سي" ټلوېزيوني چينل د يوه راپور پر بنسټ ليکلي، ولسمشر ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ويلي چې غواړي د ٢٠٢٠ میلادي کال ټولټاکنو پورې امريکايي سرتېري له افغانستان وباسي.

ورځپاڼه وايي، دغه ضرب الاجل يا وروستۍ نېټې اعلان د دفاع او بهرنيو چارو د وزارتونو چارواکو ترمنځ ترينګلتيا ډېره کړې چې ايا دغه موده کې امريکايي ځواکونه له افغانستان وايستل شي او که نه؟

يوه پخواني چارواکي "اېن. بي. سي" ټلوېزيون ته ويلي، حالت ترينګلى دى.

ورځپاڼه وايي، د جنرال سکاټ مېلر په ګډون پوځي چارواکو له افغانستانه په ۱۵ مياشتو کې د ټولو امريکايي پوځيانو د ايستنې د پلان مخالفت کړى. چارواکو ويلي، ښاغلى مېلر به د يو شمېر ځواکونو پر ايستنې غور وکړي، خو و به غواړي چې يو شمېر نور يې د داعش او القاعدې پر وړاندې جګړې لپاره پاتې شي.

د امريکا د دفاع وزارت وياندې ربېکا ريبارېچ دې هېل ورځپاڼې ته په يوه استولې وينا پاڼه کې ويلي، دغه وزارت ته د خپلو پوځيانو د ايستلو لارښوونه نه ده شوې.

اغلې ريباريچ ويلي، افغانستان کې د دوى ستراتيژي پرحالاتو ولاړه ده.

دې زياته کړې چې د دوى سرتېري به ترهغه په مناسب شمېر کې افغانستان کې پاتې وي چې د امريکا د ګټو خوندي کولو لپاره ورته اړتيا وي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياندې هم ويلي چې د ځواکونو شمېر کمول او يا ايستل د حالاتو له څرنګوالي سره تړلي.

دغه چارواکي همدا راز "اېن.بي. سي" ورځپاڼې ته ويلي چې کابل کې د امريکا د سفارت د کارکوونکو شمېر ته بيا کتنه کوي.

ډېلي صباح

ترکۍ ډېلي صباح ورځپاڼې د ملګرو ملتونو هغه رپوټ مهم بللى چې وايي، افغانستان کې يوازې تېر جولاى يو نيم زر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او هره ورځ لږ تر لږه ٥٠ تنه ملکيان يا وژل کېړي او يا هم ژوبلېږي.

ورځپاڼې دې خبرې ته هم اشاره کړې چې په جولاى کې د حکومت مخالفو په بريدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره لوړه شوې.

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بيا افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په تړاو افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د وياند ډګرمن سني لېجېت څرګندونې راخېستې چې وايي، د تاوتريخوالي د کمولو په اړه د طالبانو ژمنه تشه وه.

د دغه امريکايي پوځي په وينا طالبانو ځانمرګي بريدونه، د واټ د غاړې او موټر بمب بريدونه ډېر کړي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه بې ګناه ولسي وګړي يې وژلي او يا ټپيان کړي دي.

د ملګرو ملتونو په شپږ مياشتني رپوټ کې ويل شوي و چې د ٢٠١٩ میلادي کال له پيل نيولې د جون تر پايه پورې د بهرنيو او افغان ځواکونو په بريدونو کې د حکومت ضد ځواکونو پر تله ډېر شمېر افغانان وژل شوي، خو بيا د مرګ ژوبلې يانې د مړو او ټپيانو ټول ټال شمېر د حکومت ضد وسله والو په بريدونو کې ډېر دى.

خو ښاغلي لېجېت دا موندنې رد کړي او ويلي یې دي چې د امريکا له لوري د شواهدو ټولول بشپړ او کره دي.

ګلف نیوز

ګلف نيوز وايي، دوبۍ کې پوليسو وروسته له هغه يو آسيايي توکمه کس ونيوۀ چې پر خواله رسنيو يې خپله داسې يوه ويډيو خپره کړه چې نوموړى ښېې پر سړک پيسې پاشي.

د دوبۍ د پوليسو يوۀ چارواکي ورځپاڼې ته ويلي دغه ۳۰ کلن سړي د ځان ښودنې لپاره پر سړک د اماراتو درهم پاشل.

پوليسو دا کار يوه نامناسبه او نامدني کړنه بللې. توقيف شوي کس ويلي دا کار يې دې لپاره کړى چې د دۀ ويډيو پر خواله رسنيو ډېره خوښه شي او دى په يوۀ ستوري بدل شي او د پاڼې خوښوونکي يې هم ډېر شي.