د افغانستان حکومت خپلواکه دارالافتا جوړوي

اشرف غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر په دې اړه خپل فرمان کې له عدلیې وزارته غوښتي چې له اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ کې دې د دغې دارالافتا تقنیني سند جوړ او پړاونه یې بشپړ کړي.
د خپرېدو وخت

افغان حکومت د لومړي ځل لپاره د یوې خپلواکې دارالافتا د جوړولو تابیا کړې ده. و لسمشر محمد اشرف غني په دې اړه یوه فرمان کې ویلي چې دغه مرکز به د شرعي فتواو د صادرولو یوازنۍ مرجع وي. چارواکي وایي چې له دې سره به د فتواو له کبله افغانستان یو څه خپلواک شي، خو د حکومت دا ګام ځینې منتقدین هم لري.

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې جوړیدونکې دارلافتا به د جوړښت او بودجې له پلوه یو خپلواک بنسټ وي او په لویه کچه شرعي فتواوې به همدلته صادریږي.

ولسمشر په دې اړه خپل فرمان کې له عدلیې وزارته غوښتي چې له اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ کې دې د دغې دارالافتا تقنیني سند جوړ او پړاونه یې بشپړ کړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، د دارالافتا په تخنیکي برخه کې به له مصر هېواده مرسته غوښتل کیږي خو مفتي او عالي شورا به یې د افغانانانو له جېدو علماو جوړه شي.

دا مهال د افغانستان د سترې محکمې په چوکاټ کې هم د دارالافتا یو ریاست شته، خو هغه په ټیټه کچه او هغو برخو کې فتواوې ورکوي چې محکمو ته راجع کیږي.

د ښاغلي صدیقي په ټکو، دا لومړی ځل دی چې په دې کچه دارالافتا رامنځته کیږي. د ده په خبره، د علماو شورا او نورې وتلې دیني څېرې به د دارالافتا همکاران وي.

پخوا تر دې افغان چارواکو ویلي چې یوې خپلواکې دارالافتا ته د دې لپاره اړتیا شته چې افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر ضد فتوا ورکړي او وینه تویدنه کمه شي.

خو قانون پوه ګل رحمان قاضي بیا بي بي سي سره خبرو کې وویل چې په اوسنیو شرایطو کې د خپلواکې دارالافتا جوړول امکان نه لري.

د ښاغلي قاضي په خبره، اوسني افغان چارواکي خپلواک او بې پرې مفتیان نه شي زغملی.

"دا تشکیلات په خپله یو ډول اداري فساد دی، په اوسنیو شرایطو کې د علماوو او د هغوی د فتواګانو خپلواکي ستونزمن کار دی".

د غږ تشریح، بحث: فتوا په افغانستان کې، ولې په بېلابېلو ډولونو تعبیرېږي؟

افغانستان کې د فتوا پر وړاندې ستره ننګونه ناامني هم ده. له تېرو څو کلونو راهیسې لسګونه هغه دیني علما د نامعلومه وسله والو له خوا وژل شوي چې د روانې جګړې د ناروا والي فتواوې یې ورکړي دي.

افغانستان کې د جګړې د نارواوالي فتواوې له مطرحو اسلامي هېوادونو لکه سعودي او اندونیزیا نه هم ورکول شوي دي، خو دلته جنګیدونکې وسله والې ډلې ورته ځانګړی پام نه کوي.

داسې ښکاري چې حکومت هم سولې ته د رسیدو لپاره د نورو هڅو ترڅنګ هڅه کوي چې په جګړه کې ښکیلې ډلې د شرعي احکامو او فتوا له مخې د وسلې ایښودو ته چمتو کړي.