'بادغیس برید د دریو بریدګرو له وژل کېدو او دوو له نیول کېدو وروسته پای ته رسېدلی'

د عکس سرچینه، Nasrat Rahimi
د بادغیس په مرکز قلعه نو کې د وسله والو طالبانو هغه برید پای ته رسېدلی چې امنیې قومندانۍ ته له یوه نژدې هوټله یې کړی و.
هرات کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده د افغانستان دفاع وزارت له قوله وايي، چې دغه برید د دریو بریدګرو له وژل کېدو وروسته پای ته رسېدلی دی.
د دفاع وزارت په اعلامیه کې د دوو بریدګرو ژوندي نیول کېدو خبره هم شوې. د چارواکو په وینا دغه برید کې څلور کسان وژل شوي دي.
د دفاع وزارت په اعلامیه کې داسې څه نه دي ویل شوي چې وژل شویو کې ملکيان او نظامیان څومره دي. دغه راز چارواکي وايي، برید کې ۲۰ کسان ټپیان شوي دي.
له دې مخکې یوې سیمه ییزې سرچینې وویل، وسله وال د قلعه نو په زړه کې پر امنیه قومندانۍ د برید لپاره د پستې څلور لارې ته څېرمه د یوه هوټل ودانۍ ته ننوتل او د امنیې قومندانۍ پر ودانۍ یې ډزی پيل کړې.
د بادغیس روغتون ډاکټر عبداللطیف روستايي وویل:
''درې مړي راوړل شوي، چې نظامیان دي او ټپیانو کې اته ملکي کسان دي او پاتې نور نظامیان دي ''
وسله والو طالبانو د برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې ۲۵ سرتېري یې وژلي دي.
له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي و، دوه بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي او د درېیم د ویشتلو عملیات دوام لري.
ښاغلی رحیمي وايي، بریدګرو ماسپښین ۱۲:۴۰ بجې برید پیل کړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي و، بریدګر ځانمرګي دي او یوه هوټل ته ننوتلي او پر 'عامو خلکو ډزې کوي'.
د بادغیس مرکز قلعه نو کوچنی ښار دی، چې درنې پېښې او نښتې پکې نه دي شوې، خو د دغه ولایت یو شمېر ولسوالۍ ناامنه دي او د لرې پرتو ځینو سیمو لارې یې هم تړلې پاتې دي.



















