بادغیس جګړه؛ 'لسګونه طالبان او ۱۲ امنیتي سرتیري وژل شوي'

کابل

د عکس سرچینه، MOD/AFG

د عکس تشریح، افغان ځواکونه وايي په سیمه کې د ملي اردو، ځانګړو ځواکونو، ملي امنیت او پولیسو لخوا د وسله والو پر وړاندې ځمکني او هوايي بریدونه دوام لري.
د خپرېدو وخت

د افغانستان د دفاع وزارت وايي د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شپږمې ورځې ته غځېدلې ده.

دا جګړه تېره اونۍ هغه مهال پیل شوه چې سلګونه طالبانو په دې ولسوالۍ برید پیل کړ.

په تېرو ورځو کې دواړو خواوو یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کړې دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت نن دوشنبه (وری ۱۹/مارچ۸) د دې جګړې له پیل راهیسې لومړی ځل د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېر اعلان کړی.

د دفاع وزارت خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې جګړه کې تراوسه د طالبانو ۹۹ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

دې وزارت همدا راز د ۴ پولیسو او د ۸ ملي اردو سرتیرو د وژل کېدو او د ۲۴ پولیسو او د ۱۰ پوځیانو د وژل کېدو خبره منلې ده.

خو سیمه ییزو چارواکو د جګړې په لومړیو کې ویلي وو چې هلته یوازې ۳۵ امنیتي سرتیري وژل شوي، هغه شمېره چې تر اوسه په رسمي ډول نه ده تایید شوې.

افغان ځواکونه وايي په سیمه کې د ملي اردو، ځانګړو ځواکونو، ملي امنیت او پولیسو لخوا د وسله والو پر وړاندې ځمکني او هوايي بریدونه دوام لري.

افغان امنیتي ځواکونو تېرو څو ورځو کې په ورځني ډول د خپلو ځواکونو پرمختګ او د طالبانو د شاتګ ادعاوې کولې او طالبانو هم ورته ادعاوې کړې.

شاوخوا دوه ورځې وړاندې طالبانو ادعا وکړه چې بالامرغاب کې یې امنیه قومنداني او ولسوالي نیولې دي، خو افغان چارواکو دا خبر رد کړ.

کابل

د عکس سرچینه، BBC Sport

د عکس تشریح، د دفاع وزارت خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې جګړه کې تراوسه د طالبانو ۹۹ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

طالبان ادعا کوي چې په دې جګړه کې یې لږ تر لږه ۲۲ امنیتي سرتیري وژلي او ۲۱ نور یې ژوندي نیولي او ګڼ نور ورته د دوی په خبره تسلیم شوي دي.

خو دې ډلې د خپلو اورپکو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان دفاع وزارت تېرو ورځو کې څو وارې پر خپل فیسبوک پاڼه داسې ویډیوګانې خپرې کړي چې پکې له هوا پر ځینو سیمو بریدونه کیږي. دې ویډیوګانو ته لیکل شوي:

"دبالا مرغاب ولسوالۍ په اکازایي او امنیې قومندانۍ سیمو کې دافغان او غوڅ ملاتړ ماموریت هوایې بریدونو کې 35 تنه وسله وال طالبان وژل شوي، 22تنه ټپیان، 35 عرادي موټر او یو زیات شمیر وسلې له منځه وړل شوي دي."

بالامرغاب د بادغیس هغه یوه ولسوالي ده چې څو وار د طالبانو لخوا پرې بریدونه شوي.

شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې پر دې ولسوالۍ د طالبانو بریدونو افغان امنیتي سرتیري اړ کړل چې ترکمنستان ته پناه یوسي او بیا وروسته بېرته خپلې خاورې ته ستانه شي.

دا له ستراتیژیکو ولسوالیو ده چې د افغانستان شمالي او لویدیځ ولایتونه سره نښلوي او ترکمنستان سره هم پوله لري.