'بادغیس کې جګړه کراره شوې'

بادغیس
د عکس تشریح، بالامرغاب د افغانستان یوه ستراتژیکه ولسوالۍ ګڼل کېږي.
د خپرېدو وخت

د افغانستان د شمال لوېدیځ بادغېس ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې روانه سخته جګړه څه نرمه شوې خو د بیا تېزېدو امکان يې هم نه ردوي.

د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې وضعیت له نژدې دوه اونیو راهیسې ترینګلی دی خو روانه اوونۍ بیا دا ولسوالۍ تر ټولو د سختو جګړو شاهده وه. د والي ویاند جمشېد شهابي وايي شاوخوا دوه زره وسله وال طالبان چې د ده په وینا بهرني جنګیالي هم ورسره دي په دغو بریدونو کې ګډون درلود.

بالامرغاب د افغانستان یوه ستراتیژیکه ولسوالۍ ګڼل کېږي، دا ولسوالۍ د افغانستان شمال او لوېدیځ سره نښلوي او د شمال او لوېدیځ تر منځ یوه اساسي لار او حلقوي سړک له دې ځایه تېرېږي چې دولت يي تر اوسه په جوړولو نه دی بریالی شوی.

وسله وال طالبان په بالامرغاب کې لسګونو افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي خو د افغانستان دفاع وزارت هلته د درنې مرګ ژوبلې راپورونه ردوي، وزارت وايي هلته اوس هم جګړه روانه ده او دواړو لورو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نشي ویلای.

بادغیس
د عکس تشریح، دا ولسوالۍ د افغانستان شمال او لوېدیځ سره نښلوي او د شمال او لوېدیځ تر منځ یوه اساسي لار او حلقوي سړک له دې ځایه تېرېږي چې دولت يې تر اوسه په جوړولو نه دی بریالی شوی.

په دې منځ کې بیا سره صلیب په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په بالامرغاب کې د ملي اردو پر درېو پوستو بريدونو کې درنه مرګ ژوبله رامنځته شوې او د دواړو خواوو په هوکړه دوی تر دې دمه د شلو افغان سرتېرو جسدونه ظفر قول اردو ته سپارلي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا د مرګ ژوبلې تر څنګ ادعا کړې چې ۷۲ ژوندي سرتېري هم د دوی لاسته ورغلي دي دغې ډلې په نیمه پوځي یونیفارم کې د دغو کسانو عکسونه هم خپاره کړي دي. د افغانستان دفاع وزارت ویاند قیس منګل هم له بي بي سي سره په خبرو کې د ځينو ځواکونو لادرکي تایید کړې.

د بادغېس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بېک بیا دغو اوږدو او سختو جګړو ته په کتو ادعا کوي چې د سیمه ییزو چارواکو د بیا بیا غوښتنې او اړتیا سره هم بهرنیو ځواکونه مرستې ته نه دي ورغلي.

بادغیس

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، بادغیس د افغانستان نا امنه ولایت ګڼل کېږي.

بادغیس کې جګړې داسې مهال زور اخیستی چې د امریکایي او طالب استازو تر منځ د جګړې د ختمېدو په خاطر د سولې جدي هڅې روانې دي. خو وېره دا ده چې که دا خبرې ژر پایلې ورنکړي د پسرلنیو عملیاتو له پیلېدو سره به د جګړې کرښی لا نورې تودې شي.