تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"فاریاب کې توغنديو لګېدو ۱۴ کسان وژلي او ۳۹ ټپیان دي"
د فاریاب ولایت چارواکي وایي چې ددې ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ مرکز کې څو هاوان توغندي لګېدلي چې له امله یې څه باندې ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د فاریاب ولایتي روغتون رییس نعیم مصمم بي بي سي ته ویلي چې د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په ګنج بازار سیمه کې د هاوان توغندیو لګېدو ۱۴ کسان وژلي او ۳۹ نور یې ټپیان کړي دي.
ده ویلي چې په ټپیانو کې ۴ ماشومان هم شامل دي.
د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته ویلي، توغندي هغه وخت لګیدلي چې خلک د جمعه بازار لپاره ولسوالۍ مرکز ته ورټول شوي و.
وړاندې هغه ویلي و چې په پېښه کې څلور کسان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي. خو هغه زیاته کړې وه چې دده شمېرې لومړنۍ دي او د لوړېدو امکان یې شته.
دی وايي، پېښه د سهار شاوخوا اوه بجې شوې ده.
نوموړی وايي، ټپیان د فاریاب میمنې مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي. دده په خبره د ځینو ټپيانو وضعیت ښه نه دی.
ښاغلی یورش زیاتوي چې خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې هره جمعه د ولسوالۍ خلک ښار ته ورځي او د پېر او پلور لپاره راټولیږي.
د فاریاب د پولیسو ویاند وايي، ټول وژل شوي او ټپيان شوي ملکیان دي چې ماشومان، ځوانان او سپینږیري پکې شامل دي.
خواجه سبزپوش د فاریاب له مرکز شاوخوا ۲۵ کیلومتره لرې پرته ولسوالۍ ده.