د انسانانو پام خپلونې لپاره 'د سپي سترګو تکامل کړی'

.
د عکس تشریح، له انسانانو سره د مخامختیا پر مهال د سپیانو د سترګو همدغه مظلومه انداز د دې لامل شوی چې له انسانانو سره ژورې اړیکې پیدا کړي.
د خپرېدو وخت

ساینسپوهان وايي، د انسانانو د مرستې ترلاسه کولو پر مهال د سپي مظلومانه او خوار- خوار لیدل، ښايي د سپیانو د سترګو د تکامل پایله وي.

څېړونکي وايي، د زرګونو کلونو په ترڅ کې د سپیانو د سترګو شاوخوا کوچنۍ عضلې ټوکېدلي چې د انسانانو د پام جلبولو لپاره یې سترګو ته جذابه بڼه ور کوي.

څېړنه وايي، له انسانانو سره د مخامختیا پر مهال د سپیانو د سترګو همدغه مظلومه انداز د دې لامل شوی چې له انسانانو سره ژورې اړیکې پیدا کړي.

د څېړونکو په خبره، همدا ځانګړنه سپيانو ته دا توان ور کوي چې پیغام رسوونکې وریځې ولري او انساني ډوله اړیکه رامنځته کړي.

د پورټسماوټ پوهنتون استاد او د همدې څېړنډلې غړی ډاکټر جولیان کامینسکي وايي:

" کله چې سپیان په دغه بڼه راڅرګند شي، نو په انسانانو کې د هغوی د پامساتنې لپاره انګېزه پیدا کېږي."

د سترګو چارچاپېره د عضلاتو خوځول د دې لامل کېږي چې د سپیو سترګې غټې شي تر څو د کوچنیو ماشومانو د سترګو حالت ځان ته غوره کړي او دا حالت هماغه حالت ته ورته دی چې د غم د ښکاره کولو پر مهال د انسانانو په څېره کې څرګندېږي."

هغه زیاتوي، انسانانو په لاشعوري ډول غوره ګڼله داسې سپیان وساتي چې یاده ځانګړنه یې لرله او د وخت په تېرېدو يې په نسلونو کې دغې ځانګړنې وده کړې ده.

.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین له سپي او پیشو سره

ښاغلي کامینسکي پخپله څېړنیزه مقاله کې چې د امریکا دعلومو د ملي اکاډمۍ په خپرونه کې خپره شوې، دغه څېړنه تایید کړې او هغه یې قانع کوونکې بللې ده.

د اناټومۍ او تطبیقي ارواپوهنې متخصصانو په دغه څېړنه کې موندلې چې د سپې د څېرې د بدلون لامل له زرګونو کلونو له انسانانو سره په چم ګاوند کې د یو ځای اوسېدو له امله دی.

مخکینیو څېړنو ښودلې وه چې د سپي د څېرې بڼه څومره د انسانانو لپاره راکښونکې کېدای شي؟، خو دا څېړنه چې په امریکا او برتانیا کې شوې، ښيي چې په مړو یا مظلومانه سترګو کتل د ژویو په اناتومۍ کې د بدلون پایله ده.