د دوحې خبرې ولې اوږدې شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, شعیب شریفي
- دنده, بي بي سي دوحه قطر
- د خپرېدو وخت
امریکایي چارواکي او د طالبانو استازي نن (شنبه، مارچ نهمه) په دوحه کې د روانو خبرو په لسمه ورځ یو وار بیا سره کېني.
د طالبانو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، خبرې سوکه خو په سم لوري روانې دي او دواړه خواوې هڅه کوي د خبرو اترو دا پنځم پړاو یوې جوتې پایلې سره پای ته ورسېږي.
طالبان ټینګار کوي چې دلته په دوحه کې ژور بحثونه جریان لري او یوازې پر دوو موضوعګانو خبرې کېږي: له افغانستانه د امریکایي سرتېرو وتل او د بل چا پرضد د افغان خاورې نه کارول.
د ترهګرۍ ښکاره تعریف
سرچینه وایي، د ترهګرۍ او ترهګر د واضح تعریف په اړه د دواړو خواوو ترمنځ د نظر اختلاف شته او له همدې امله خبرې یو څه لانجمنې شوې دي.
د امریکایي سرتېرو د وتلو مهال او څرنګوالی بله جنجالي موضوع ده.
د طالبانو د دغه مسؤول کس په خبره، طالبان ټېنګار کوي چې ټول امریکایي پوځیان د شپږو میاشتو په موده کې له افغانستانه ووځي خو امریکایان بیا ګواکې وایي له افغانستانه د پوځیانو ایستل به له درېیو تر پنځو کلونو موده کې ترسره شي.
د روانو خبرو ټول جزیات په لیکلي بڼه له انګریزي پښتو او یا له پښتو انګریزي ته ژباړل کېږي، همدا د روان بهیر د سوکه کېدو یو بل لامل ګڼل کېږي.
دوحه کې بله سرچینه وایي، مرکچیان کله ډېر احساساتي شي او کله د وضعیت عادي کولو لپاره د امریکايي استازي زلمی خلیلزاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د نوي مشر ملا عبد الغني برادر منځګړیتوب ته اړتیا پېښه شي.
امریکایان هیله من دي چې د طالبانو د باصلاحیته کسانو په حضور کې د پنځم پړاو دا خبرې یوې نتیجې ته ورسېږي طالبان هم هڅه کوي روانې خبرې یوڅه مثبت پایلې ولري تر څو د دوی د سولې د نوي پلاوي حیثیت او اغېز تر سوال لاندې را نه شي.
د طالبانو د سرچينو په باور، د خبرو په دې پړاو کې پر ځینو موضوعګانو پرېکړه کېږي او ځينې د نورو خبرو لپاره شپږم پړاو ته پاتې کېږي.






















