افغان حکومت: له طالبانو سره احتمالي اوربند څارو

د عکس سرچینه، ARG
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، په ۳۴ ولایتونو کې د اوربند ملي کمیسیونونه او د همغږۍ مرکزونه جوړ کړي چې په وینا یې له وسله والو طالبانو سره به احتمالي اختریز اوربند ۲۴ ساعته څاري او راپور به ور کوي. طالبانو لا تر اوسه د اوربند په اړه مثبت یا منفي غبرګون نه دی ښودلی.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د ولسمشر د فرمان پر بنسټ یې د اوربند پلي کولو په موخه په ۳۴ ولایتونو کې کمېسیونونه جوړکړي چې اوربند ته د جګړې دواړو غاړو ژمن پاتېدل او سرغړاوی و څاري.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په خبري غونډه کې وویل، که طالبان د حکومت له خوا اعلان شوي مشروط اوربند ته مثبت غبرګون و نه ښیي؛ افغان امنیتي ځواکونه به یې د ځپلو لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي:
"د افغان حکومت اوربند مشروط دی او شرط یې دا دی چې طالبان هم رسماً اوربند اعلان کړي. طالبان چې اوربند ته څومره ورځې ټاکي، موږ هم هغومره ورځې ټاکو. که اوربند غځېږي موږ ورته چمتو یوو."

د عکس سرچینه، Haroon Chakhansuri/FB
ولسمشرۍ ماڼۍ له طالبانو سره د احتمالي اوربند د مدیریت پلان د ۳۴ ولایتونو والیانو او امنیتي چارواکو ته سپارلی دی.
د سویلي ولایت هملند والي محمد یاسین، چې د ولایت تر نیمایي ډېره برخه یې د طالبانو په لاس کې ده، وایي، د دوه اړخیز اوربند په صورت کې طالبان کولای شي ښار ته راشي:
"موږ خپل تدابیر نیولي؛ که اوربند وشو سل په سلو کې یې اطاعت کوو او که دوښمن غوښتل پر موږ حمله وکړي، موږ هم خپل عملیات کوو."
طالبانو لا هم د افغان حکومت لخوا اعلان شوي پروني مشروط اوربند ته هیڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی. خو رسنیو ته په یوې استولې خبرپاڼې کې یې ویلي، د لوی اختر په مناسب یې سلګونه زندانیان خوشي کړي دي.
دا لا مالومه نه ده چې دغه زندانیان څوک دي چې له دوی سره بندیان وو.
د طالبانو د واکمنۍ مهال یو چارواکی او سیاسي کارپوه وحید مژده وایي، کېدای شي طالبان د تېر په څېر د اختر درې ورځې نارسمي اوربند اعلان کړي.

د عکس سرچینه، Waheed Muzhda/ FB
ښاغلی مژده وایي، د ولسمشر محمد اشرف غني دا خبره چې ویلي یې وو"طالبان دې اختر کې راشي او ايسکریم دې وخوري" د خپل ځان سپکاوی ګڼي او دویم دا چې نه غواړي ولسمشر غني یو ځل بیا د اوربند نوښت وکړي:
"هغه خبره چې ولسمشر کړې وه چې ګویا طالبانو د ایسکریم خوړلو لپاره اوربند کړی و، په دوی (طالبانو) ښه ونه ولګېده."
له طالبانو سره د افغان حکومت د مشروط اوربند اعلان د امریکا، ناټو او ګاونډي پاکستان له خوا ستایل شوی دی.
تېرځل په کوچني اختر کې د طالبانو او حکومت تر منځ د دوه اړخیز اوربند پر مهال ګڼ طالبان ښارونو ته راغلل او ملي ځواکونو سره غاړه غړۍ شول، خو د اوربند له پای ته رسېدو وروسته د دواړو غاړو ترمنځ سختې جګړې وشوې چې تر ټولو ځواکمنه هغه يې د غزني وروستۍ جګړه وه.



















