امریکا له طالبانو سره د افغان حکومت د مشروط اوربند هر کلی کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحده ایالتونو له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د مشروط اوربند هر کلی کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هیله مندي ښودلې چې افغانان به سږ لوی اختر سوله ییز او له وېرې پرته ولمانځي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د اګسټ ۱۹مه، د دوشنبې یعنې د عرفې له ورځې له وسله والو طالبانو سره یو ځل بیا اوربند اعلان کړ.
ولسمشر غني په دارلامان ماڼۍ کې جوړې شوې غونډې ته وویل، دا اوربند به د میلاد نبي تر ورځې دوام کوي، چې د نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه راځي.
ولسمشر غني په خپله وینا کې وویل، دا اوربند مشروط دی او د وسله والو طالبانو لخوا هم باید ومنل شي او پلی شي.
ښاغلي غني د طالبانو پر مشرانو غږ وکړ چې د ریښتینې او دوامداره سولې لپاره دې د افغان ولس غوښتنې ته لبیک ووایي، او د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې دې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.
طالبانو لا د افغان حکومت د دې اعلان په اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی.

د عکس سرچینه، ARG
د ناټو سر منشي ین سټولټنبرګ پر خپله ټوېټر پاڼه د اوربند د اعلان هرکلی کړی او پر طالبانو یې غږ کړی چې غاړه ورته کېږدي.
همدا رنګه د پاکستان حکومت هم د اوربند په اړه د ولسمشر غني د اعلان هرکلی کړی.
د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د هر ګام هرکلی کوي.
ولسمشر غني وویل، د اوربند اعلان یې د افغانستان د سولې عالي شورا وروستۍ غوښتنې ته په کتو کړی
ښاغلي غني زیاته کړه، د دې اوربند په اړه یې د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره سلا مشوره کړې ده.
نوموړي دا هم وویل، د اوربند پرېکړې په اړه د نړیوالې ټولنې، د اسلامي هېوادونو د عالمانو او مشرانو غوښتنې هم په نظر کې نیول شوي دي.
ښاغلي غني په ځانګړې توګه د سعودي عربستان د پاچا سلمان یادونه وکړه چې په افغانستان کې د اوربند غوښتونکی و.
ولسمشر غني په خپله وینا کې وویل، که څه هم د اوربند اعلان د میلاد نبي تر ورځې شوی، خو تر هرې مودې یې چې وسله وال طالبان غځول وغواړي افغان حکومت به یې هم ورسره مني.
د ښاغلي غني په وینا، اوربند افغانانو ته دا فرصت ورکوي چې هغه اصلاحات بشپړ کړي چې غازي امان الله خان یوه پېړۍ وړاندې پيل کړي وو، او د اصلاحاتو د یو نوي څپرکي پيل هم دی.

د عکس سرچینه، EPA
د یکشنبې ورځې په مراسمو کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم ګډون کړی و.
نوموړي په خپله وینا کې وویل، دا ځل د اوربند په اړه باید د ټول ولس نظر وپوښتل شي او باید د ولس یوووالی په نظر کې ونیول شي
نوموړي وویل، که خدای مه کړه افغان ولس سره وویشل شو نو بیا د راتلونکي په اړه کومه تمه نشته.
تر ده وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ولسمشر غني ته په یوه استول شوي لیک کې ویل، هیله لري چې د افغانستان جګړې ته به یوه سیاسي حل لاره وموندل شي.
پرون د افغانستان د سولې شورا هم پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ کړی و چې اوربند دې وکړي.




















