'بایسکل مې پر شخصي الوتکه هم نه ورکوم'

کریمه نعیمي
    • Author, کریمه نعیمي
    • دنده, بي بي سي لندن
  • د خپرېدو وخت

څه موده وړاندې ملګرو ملتونو د جون درېمه د نړۍ د بایسکله د ورځې (World Bicycle Day ) په نوم وپېژندله. اوس به یې نو هرځای، د بایسکله مینه وال ښه په جوش او خروش ولمانځي.

په ډېرو هېوادنو کې سړي‌ او ښځې دواړه له بایسکله له ټرانسپورټ نیولې بیا تر لوبو او سپورټ لپاره یو ډول کار اخلي، خو له بدمرغه په افغانستان کې لا هم نجونې نه شي‌ کولای ښوونځیو ته پر بایسکله ولاړي‌ شي.

زما مور وایي، ۵۰ کاله وړاندې په کندهار کې د زرغونې انا لیسې ته نجونې ډله ډله پر بایسکلونو راتلې.

هېچا دا جرأت نه درلود چې د سترګو له پاسه دې ورته وګوري او یا دې یې وځوروي دا نو هغه د ظاهر شاه وخت و چې د ښوونځیو نجونو ته د حکومت له ډاره چا څه نه شوای ویلای،‌ خو موږ بیا هغه بدمرغه نسل وو چې په سوله او ثبات پسې لا هم د تاریخ پاڼې لټوو.

د ویډیو تشریح، پر بایسکل تګ، بدني پیاوړتیا که مجبوریت

په کابل کې د ډاکتر نجیب الله په واکمنۍ کې هم سربېره پر دې چې حکومت د ښځو د حقونو پلوی و خو د عامو خلکو ترمنځ د نجونو بایسکل چلول عیب و. دومره جرأت بیا موږ نه درلود چې بغاوت وکړو او دا خبره تر پوښتنو لاندې راولو چې ولې زموږ مخالفت کیږي.

په ۱۹۹۲ کې چې کله کورنۍ جګړه ونښتله، نو له کابله کندهار ته ولاړو او هلته هغه کلي‌ ته ورغلو چې یوازې مو له پلاره کیسې اورېدلي‌ وې.

پلرګنۍ مو کلیوال خلک وو او د ورځې به یې په پټیو کې خوارۍ کښلې. یو بایسکل یې درلود چې د زېرخانې په کونج کې به ولاړ و، چې دوی به له کوره ووتل، نو موږ به د کلیو له نجونو سره بایسکل بهر رایوست.

بس نو له یوه کوره به بل ته تللو او راتللو د بایسکله خوار سیمان مو په زدکړه کې ور در په دره کړه.

کریمه نعیمي

هلته نو یوازې ما نه بلکې د کلي‌ نجونو هم بایسکل چلول راسره زدکړل.‌

کلونه وروسته هالنډ ته راغلم. هغه مهال لا نه وم خبره چې هالنډ په ټوله اروپا کې د بایسکله لپاره خاص جوړ شوي سړکونه لري،‌ خو تر چلولو وړاندې مې باید چې یو څه قوانین زدکړي‌ وای.

د موټر له لایسنس اخیستلو وروسته مې هم له بایسکله د ټرانسپورټ کار اخیست.

تر ټولو جالبه دا وه چې په همدې هېواد کې هغو پښتنو ښځو هم بېغمه بایسکلونه چلول چې په خپل هېواد کې تر کور نه راوتلې. نه یې چا مخالفت کاوه او نه هم چا دا خبره د بحث ګڼله.‌

خو کله چې لندن ته راغلم نو بیا خبره بله شوه، چې د بایسکله نوم به مې واخیست خلکو به راته ویل،‌ دا هالنډ نه دی، هلته به دې‌ ټکر کړی وي، که ژوندی پاتې شوې نو لاسونه یا پښې خو به دې خامخا ماتې وي، چې بیا يې نوم وانه خلې.‌

۱۲ کاله مې بیا پر دې خبره فکر کاوه چې خلک ریښتیا وایي.‌ تېر کال دې پرېکړي‌ ته ورسېدلم چې وګورم خلک ریښتیا وایي‌ که تجربه.

تر یو حده د خلکو خبره سمه وه، لندن کښته او پورته، ‌کنډو کپر سړکونه لري او د بایسک لپاره یې خاص جوړ شوي سړکونه پر هېڅ حساب دي.

د "ګوګل" کور ودان

دلته داسې کسان چې خپله تجربه در سره شریکه کړي هم په اسانه نشې موندلای ځکه ډېری خلک له ښاري ټرانسپورټه کار اخلي، خو کور یې د ګوګل ودان، هغه کسان مې پکې وموندل چې زما په څېر د بایسکل شوقیان وو.

له هغو مې ډېر څه زدکړل. د بایسکل ښوونکی مې هم پیدا کړ چې څو ساعتونه یې پر سړکونو وګرځولم او خطرونو ته یې متوجه کړم.

بایسکل

د عکس سرچینه، EPA

د خلکو دا خبره سمه وه چې انګلستان او هالنډ توپیر سره لري، خو دا تجربه یې نه درلوده چې دلته هم امکان لري‌ یوازې یې لارې بېلي‌ دي.

په درېیو مياشتو کې مې نوی رانیولی بایسکل ۳ وارې راته پنچر شوی او بیا د پنچرۍ تر دوکانه څو کيلومتره په پښو ورسره تللې یم.

دلته په لندن کې باران هم هر وخت شړپېږي، خو پر دې ټولو سربېره یې بیا هم پر شخصي الوتکې نه ورکوم.‌