افغان ایمرجېنګ لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې د عمان لوبډلې ته ماتې ورکړه

اېمرجېنګ کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د خپرېدو وخت

افغان ایمرجېنګ کرېکټ ملي لوبډلې په خپلې لومړۍ لوبه کې نن د عمان لوبډلې ته د ۷۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبډلمشر شاهدالله کمال د لوبې پچه وګټله او خپله یې لومړۍ د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

د افغان لوبډلې لپاره زبید اکبري ۷۹، کېپټان شاهدالله کمال ۴۵، نور علي ځدراڼ ۳۵ او اکرام علي خېل ۳۴ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره د سر دوو لوبغاړو زبېد اکبرې او ریاض حسن نسبتا ښه او د ۹۰ منډو ملګرتیا وکړه.

افغان لوبډلې په ۴۹ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره سیالې لوبډلې ته د ۲۶۸ منډو هدف وټاکه.

د عمان په توپ اچونکو کې کلیم الله او عاقب الله دوه دوه افغان لوبغاړي وسوځول.

د عمان لوبډلې ټول لوبغاړي یوازې د ۱۹۵ منډو په جوړولو وتوانېدل او لوبه یې افغان لوبډلې ته وبایلله.

د عمان لوبډلې لپاره عیان خان او شعیب خان هر یوه ۴۷- ۴۷ منډې او عاقب الیاس ۳۹ منډې وکړې.

د افغان توپ اچوونکو له ډلې ابراهیم عبدالرحیمزي او ضیا الرحمن اکبر د سیالې لوبډلې درې- درې اظاهرالحق نوید ۲، شرف الدین اشرف او سعید شېرزاد یو یو لوبغاړي وسوځول.

د اسیا د کرېکټ شورا په نوښت د اتو اسیایي لوبډلو تر منځ د 'اېمرجېنګ کپ سیالۍ' نن پنجشنبې په شري لنکا کې پیل شوې.

په دې اتلولیو کې د افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش، شري لنکا، عمان، نیپال او متحده عربي اماراتو اېمرجېنګ لوبډلې ګډون کوي.

د افغانستان راتلونکې لوبې به له عمان وروسته له شري لنکا او بنګله دېش سره بخت ازمایي.

د افغان لوبډلې لپاره زبید اکبري ۷۹ منډې وکړې

د عکس سرچینه، ACB

د اسیا دغې اتلولیو ته ګډون کوونکو هېوادونو هغه لوبغاړي استولي چې ځانونه ورو ورو په ملي لوبډله کې لوبېدو ته جوګه کوي او یا یي په ملي لوبډلو کې ځای ندی موندلی.

په افغان لوبډله کې لوبډله کې د لوبډلمشر شاهدالله کمال تر څنګ، نورعلي ځدراڼ زبید اکبري، بهیر شاه، الله نور، اکرام عليخېل، ریاض حسن، احسان الله جنت، بهیر شاه محبوب، شرف الدین اشرف، اسحق رحیمي، ضیا اکبر، نوید اظهار، سلیم صافی،بلال سمیع ،ابراهیم عبدالرحیمزی او وفادار مومند غوره شوي دي.

په نننۍ سیالي کې شاهدالله کمال، ریاض حسن، نورعلي ځدراڼ، شرف الدین اشرف، زبید اکري، اکرام عليخېل، بهیر شاه، ضیا رحمن اکبر، سعید شېرزاد، اظهارالحق نوید او ابراهیم عبدالرحیمزی ځای لري.

دغه لوبې به د روانې جولای میاشتې تر ۲۳مې نیټې (لس ورځې) دوام وکړي.