کونجا کورېش؛ د وژنې ۲۵ کلنه پېښه چې د اردوغان واکمنۍ ته یې سرخوږی جوړ کړی

زنی شجاع
د عکس تشریح، کونجا کورېش د ښځو د حقونو فعاله او فمینېسته
د خپرېدو وخت

د وژنې او ربړونې یوه وحشتناکه پېښه، چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې ترکیه کې شوې وه وروسته له هغې د خبرونو سرټکې شوه چې تر ځمکې لاندې د انسانانو لسګونه جسدونه او پاتې شوني را و ایستل شول.

جسدونه تر ډېره لوڅ وو، لاسونه او پښې یې له شا تړل شوي وو او ځینې یې ژوندي په ځمکه خښ شوي وو.

د یو شمېر یې هډوکي ورمات کړي وو او بیا یې پرېښي و چې ومري.

دا ټول "د ترکیې حزب الله" په نامه د یوې سخت دریځې کردۍ ډلې قربانیان دي.

دا ډله د لبنان له حزب الله ډلې سره تړاو نه لري.

دا اسلامپاله وسله واله ډله چې په دې ناکراره لیسزه کې د زرګونه کسانو د تښتونې، ربړونې او وژنو مسوله ده، له اوږدې مودې راهیسې شک کېږي چې د کردستان د کارګرانو ګوند"پي کی کی" پر وړاندې د جګړې لپاره د ترکیې د حکومت ملاتړ لري.

دې ډلې نه یوازې "پي کی کی" بلکه خپل مخالفه سیاستوال، متفکران،‌ لیکوالان او مسلمانان په نښه کول.

په هغو کسانو کې چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې ترکیې د حزب الله له خوا په بې رحمانه ډول وژل شوي، د کونجا کورېش په نامه یوه مشهوره مسلمانه فمینېسته وه، چې اوس د رجب طیب اردوغان محافظه کاره حکومت پر وړاندې د مخالفت یوه لویه بېلګه ګرځېدلې.

کورېش چې د اسلام په اړه د خپل ازاد فکر له امله مشهوره وه، د ۱۹۹۸ کال د جولای په میاشت کې د ترکیې حزب الله ډلې له خوا وتښول شوه.

دوی هغه ۳۵ ورځې شکنجه کړه او له ورکېدو ۵۵۵ ورځې وروسته یې جسد تر ځمکې لاندې وموندل شو.

د ۱۴ می په ټاکنو کې یوې کردۍ اسلام پاله سیاسي ګوند چې د ترکیې د حزب الله سیاسي څانګه بلل کېږي د ۲۰۱۲ کال کې د دغه ګوند د جوړېدو راهیسې په لومړي ځل د ترکیې پارلمان کې څلور څوکۍ وګټلې.

دوی د خپل متحد رجب طیب اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند له خوا نوماند شوي وو.

دا ګوند چې د ازادي غوښتنې ګوند "هدا پار" په نامه یادېږي له وسله والې ډلې سره هر ډول اړېکې لرل ردوي، خو د ترکیې خو اپوزیسون او د ښځو د حقونو فعالان پر ښاغلي اردوغان تور پورې کوي چې "د کانجا کورېش له قاتلینو سره یو ځای شوی دی"

خو کانجا کورېش څوک ده او ولې وروستیو کې ډېره یادېږي؟

کورېش

"زړوره او پیاوړې"

د ۱۹۹۸دکال دوبی و چې کونجا کورېش نادرکه شوه. د ترکیې د ملیت ورځپاڼې د یوې مقالې له مخې، کورېش او د هغه خاوند د جولادی پر ۱۶مه د شپې د ټوکر له فابریکې په یوه وړوکي موټر کې د کور خواته روان وو.

دې ورځپاڼې لیکلي:"شاوخوا یوه بجه چې دوی غوښتل د خپل کور ور خلاص کړي درې وسله وال پرې له خپل پټنځای راووتل او د هغې خاوند اورهان کورېش یې ونیوو، پر ځمکې یې پرې ایست او د موټر کلي یې ترې واخیسته. هغوی کونجا په موټر کې واچوله او په بېړه له هغه ځایه لاړل."

تر یوه کاله یې کورنۍ او ملګري پسې ګرځېدل خو د مړي‌ او وژندي مالومات یې نه و.

سیاستوال د ترکیې پر حزب الله ډلې شکمن و، نور لیبرال لیکوالان او سیاستوال هم د دې ډلې له خوا تښتول شوي او وروسته یی بیا جسدونه موندل شوي وو.

د کونجا کوروش جسد هم له ورکېدو ۵۵۵ ورځې وروسته تر ځمکې لاندې وموندل شو، داسې حال کې چې لاسونه او پښې یې د شا له خوا تړل شوي و.

هغه ۳۵ ورځې تر شکنجې لاندې وه، د شکنجې پر مهال ترې ویډیوګانې شوې وه چې خورا زړه بوږنوونکې وه، دا ویډیوګانې پولیسو موندلې او خبریالانو خپره کړې وې.

وروسته د ترکیې حزب الله ډلې په یوه بیان کې د نوموړې د تښتولو او وژلو پړه پر غاړه واخیسته او هغه یې د "اسلام دښمنه" وبلله.

کونجا کورېش د پنځو ماشومانو مور ده، په ۱۹۹۰ لسیزه کې د اسلام په اړه د خپلو لیبرال‍ی نظریاتو له امله مشهوره وه.

هغه یوه لویه فمینېسته وه، چې اسلامپاله نرواکي یې تر پوښتنې لاندې راوسته او د ښځو او نارینه و د برابرۍ پلوې وه او دې مسایلو سره یې د قرآن، مطالعې او پوهې له مخې منطقي چلند کاوه.

کورېش

د عکس سرچینه، Twitter

کورېش د خپل همدې فکر له امله په خورا زړه بوږنوونکي ډول ووژل شوه.

د اسلامي‌فمینېست لیکوال برین سونمز وايي:"هغه په اسلام کې د ښځو د محکومیت مخالفه وه. هغه یوه زړوره او پیاوړې ښځه وه چې د خپلو نظرونو له څرګندولو یې ډډه نه کوله چې مونږ ټول ورسره همغږي وو خو هغې دا خبرې په ډېره تنده ژبه کولې چې د هغوی پام یې ځان ته راواړاوه. "

کونجا کورېش رسمي دیني زدکړې نه وې کړې خو پلټونکی خوی یې و. هغه د اسلام او قرآن په اړه د لا زیاتو مالوماتو د موندلو لپاره بېلابېلو مذهبي ډلو سره یو ځای شوه.

د سونمز په وینا، نوموړې ان د ترکیې حزب الله ډلې سره علاقه پیدا کړه خو ژر یې له هغوی ځان لېري کړ ځکه چې دا ډله یې "ډېره سخت دریځه" ګڼله او ځان یې "اسلامي فمینېسته" باله.

کورېش په خپل ټاټوبي مرسین کې په ځینو غیر رسمي مذهبي غونډو کې هم برخه اخیستې، چېرې چې به خلکو سره د قرآن د تفسیر په اړه بحثونه کېدل.

علي بال د علومو پخوانی استاد و چې په مرسین کې د هغې ملګری و.

نوموړی یې په اړه وايي:"مونږ هم پیل کې د هغې په څېر وو خو مونږ د قرآن بېلابېل تفسیرونه پیل کړل او د دودیز قرآت پر ځای مو له معاصرې او منطقي لارې د علومو لوستل پیل کړل. کونجا کورېش لېواله وه چې ډېر څه زده کړي، ډېر یې غوښتل چې خپل نظرونه نورو سره شریک کړي."

د ښځو د حقونو لپاره مبارزه

کورېش

د عکس سرچینه، AKŞAM

لاندې خبرې چې د "پازارتسي" په نامه مجله کې په کال ۲۰۰۰ میلادي کې خپرې شوې وې کونجا کورېش ته منسوبې دي.

"له هر څه وړاندې زه د یوې ښځې په توګه خپل حقونه غواړم. زه د نني قرآن په ترجمه کې له تېروتنو شکایت کوم چې او لاسوهنه پکې شوې. تر دې دمه قرآن یوازې سړیو تفسیر کړی چې نرواکه او د ښځو پر ضد دی."

کونجا کورېش همدا ارز دودیز اسلامپال وننګول چې په حیض کې یې د ښځو په لمانځه،روژه نیولو، قرآن تلاوت، جمعې او جنازې مونځ کې ګډون د قرآن او احادیثو په حواله بندیز لګولی دی.

هغه په دې باور وه چې اسلام کې د ښځو سر یا بدن پټول لازمي نه دي.

د کونجا ملګرې عایشه سویلای بال د هغې ځینې پوښتنې په یاد پاتې دي هغه وايي:"کله چې سخت دریځه اسلام سره د هغې علاقه پیدا شوه بشپړ حجاب یې کاوه، وروسته یې بیا پتلون او ټیکري پر سرولو ته مخه کړه. هغې زما له مېړه چې دیني عالم و پوښتنې کولې چې ایا اسلام ښځې د پړوني پر سرولو ته اړې کړي؟ هغه مهال هغې د جرات نه کاوه چې خپل پړونی لېري کړي."

کورېش

د عکس سرچینه، MILLIYET

کورېش د ښځو د حقونو سر سختې فعاله وه عایشه سویلای بال وايي:"هغې مونږ ته راښودل چې د یوې ښځې په توګه څه حقونه لرو. هغې سړیو ته زده کول چې څنګه مونږ ته درناوی وکړي، پر مونږ ظلم و نه ک ي او د کور په کارونو کې راسره مرسته وکړي، هغې زمونږ سترګې او سر راخلاصول"

کونجا کورېش په مرسین کې د ښځو د خپلواکې ټولنې د غړې په توګه خپل فعالیت ته ردوام ورکړ.

د دې ټولنې یوه غړې عیلا اوران ایریاس وايي:"ترکیه هغه د اسلام په اړه د خپلو عقایدو له امله پېژني، خو له بلې خوا مونږ بختورې ښځې یوو چې د ښځو د حقونو د یوې مبارزې په توګه د هغې د پېژندلو چانس مو ترلاسه کړی. د کورېش فعالیت ترکیه کې د قوانینو او بنسټونو په بدلولو کې مرسته کړې ده."