د بالیووډ‌ فلمونو ادا کاره څنګه د نشه یي توکو په لېږد کې ونیول شوه؟

Kevin Pereira with his sister Chrisann

د عکس سرچینه، Kevin Pereira

د عکس تشریح، د کریسان پریرا ورور کیون پریرا وايي، خور یې د دې فرصت ترلاسه کولو حیرانه کړې وه
د خپرېدو وخت

هغه څه چې تېره میاشت د بالیووډ فلمونو اداکارې کریسان پریرا سره وشول د بالیووډ د فلم یوې صحنې په څېر حیرانوونکي دي.

۲۷ کلنې پریرا د Sadak2 او Batla House په نامه بالیووډ فلمونو کې لوبېدلې، نوموړې د اپریل په لومړۍ نېټه د هند له لویدیځ ښار بمبیې د عربي اماراتو شارجې ته الوتنه کوله، سترګو کې یې د پرمختګ او روښانه راتلونکي ستوري ځلېدل.

ورور یې کیون بي بي سي ته وویل، کریسان ته ویل شوي و، چې یوه انټرنېټي سریال کې چې په نړیوالو پلټفارمونو کې به نندارې ته وړاندې کېږي ولوبول شي خو لومړی باید هلته د دغه رول یوه ازمایښتي ازموینه ورکړي.

خو شارجې ته سفر هغې او کورنۍ لپاره یې په یوه بد خوب بدل شو.

نوموړې داسې مهال ونیول شوه او زنداني شوه چې ورسره لېږدوونکي "یوه امانتي شي" کې یې نشته یې توکي وموندل شول.

آغلې پریرا درې اوونۍ وروسته له هغې بېرته له بنده ازاده شوه، چې د ممبيي پولیسو پېښه کې دوه تورن کسان ونیول.

کیون وايي، پریرا په تمه ده چې هند ته له ستنېدو مخکې بېرته خپل پاسپورت ترلاسه کړي.

ممبيي کې د جرمونو ترسره کولو برخه کې د پولیسو یوه چارواکي چې د پېښې د پلټونکو کسانو په ډله کې و بي بي سي ته وویل، هغه کس چې دا نشه یي توکي یې کریسان پریرا ته په ور سپارل شوي امانت کې ځای پر ځای کړي و نیول شوی دی.

د دغه چارواکي په وینا: "دا کار د یوه نانوايي څښتن انتوني پل له خوا پلان شوی او همغه اصلي تورن کس دی. نوموړي دا کار پر خپل ملګري دامودار بابهات ترسره کړی دی"

نوموړي زیاته کړې، چې پلټنې ښيي دې دوو له دې وړاندې هم څلور نور کسان د روته دسیسي ښکار کړي.

پاول او ورسره دویم نیول شوي کس د دې تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

Chrisann Pereira

د عکس سرچینه، Chrisann Pereira

خو د پل وکیل حاجي دوبي د هغه پر ضد لګول شوي تورونه ناسم بللي او رد کړي يې دي.

نوموړي بابهات پړ یاد کړی او ویلي یې دي چې خپل ملګری پل یې تېر ایستلی دی او پل دې امانتي شي سره هېڅ تړاو نه لري.

خو د بابهات ښځې سونال بي بي سي ته ویلی، دا کار د پل دی او د هغې مېړه یې هم دوکه کړی دی.

کریسان پریرا څنګه د نشه یي توکو د قاچاق ښکار شوه؟

کریسان پریرا وايي، د مارچ په ۲۳ مه یې مور پرمیلا پریرا ته د یوه سړي له خوا پیغام راغی، ورته لیکلي یې و، چې په کوم ځای کې یې ورسره لیدلي او هغه اوس د یوه داسې انټرنېټې سریال د مالي تامین پر چارو بوخت دی چې غواړي د دې لور پکې ولوبوي.

مور یې وايي: "کله چې کریسان هغه سړي سره ولیدل ورته ویې ویل، چې باید د ازمایښتي ازموینې لپاره دوبۍ ته لاړه شي خو کله یې چې ټکېټ ترلاسه کړ د شارجې و."

ورور یې کوین وايي‌خور ته یې وویل:"پام کوه، د دوکه بازانو ډېرې کیسې اورم. خو د هغې آن شک هم زړه کې و نه لوېده."

نوموړی زیاتوي: "هغې د ازمایښتي ازموینې لپاره چمتووالی نیوه او د دې فرصت ترلاسه کولو حیرانه کړې وه."

ورور یې کوین وايي، له الوتنې څو ساعته مخکې کریسان ته د همغه سړي زنګ راغلی او له هغې یې وغوښتل چې په هوايي ډګر کې ورسره وګوري. هلته یې هغې ته یو یادګار او امانتي شی ورکړ چې د هغه ملګري ته یې ورکړي.

The trophy Chrisann was given to carry to Sharjah

د عکس سرچینه، Kevin Pereira

د عکس تشریح، دا هغه امانت دی چې نشه يي توکې پکې ځای پر ځای شوي و او کریسان پریرا ته ورکړل شوی و چې شارجې ته یې یوسي.

هغه په ځايي وخت غرمه یوه بجه له الوتکې ښکته شوه او دوه بجې یې زما پلار سره اړیکه ونیوله چې د دسیسې ښکار شوې.

کریسان وویل، چې هوايي‌ ډګر کې یې د لیدو لپاره هېڅوک نه دي راغلي او په نوم یې هېڅ هوټل نه دی بوک شوی.

کیون چې مخکې یې په یوه هوايي شرکت کې کار کړی پوه شو چې خور یې لویې ستونزې سره مخ شوې.

هغه وايي"ورته ومې ویل چې سملاسي د هوايي ډګر پولیسو ته خبر ورکړي او هر څه ورته ووايي، تر راتلونکو ۱۷ ورځو مونږ و نه شو کولی چې کریسان ته ځان ور ورسوو."

کورنۍ یې پولیسو ته شکایت وکړ او په څو ورځو کې یې شاوخوا ۱۵ ایمیلونه ولیکل، له لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزارت او د هند له کونسلګرۍ یې د مرستې غوښتنه وکړه.

"مونږ بلاخره د هند له کونسلګرۍ مالومات ترلاسه کړل چې کریسان د نشه یي توکو د درلودلو په تور نیول شوې او د شارجې په زندان کې ده. کله مو چې په ګوګل کې وپلټل داسې رپوټونه مو وموندل چې ویل یې دا ډول خلک په ۲۵ کاله بند محکوم شوي‌ او آن د اعدام سزا ورکړل شوې، دې خبرې ټول کور کې وېره ګډه کړه."

Chrisann Pereira

د عکس سرچینه، Chrisann Pereira

د کریسان له نیول کېدو یوه اوونۍ وروسته د کورنۍ نهیلې ورځ بلې ته زیاتېده، کوین پرېکړه وکړه چې پر انسټګرام او ټوېټر د مرستې غږ وکړي. په دې کار سره یو څه پرمختګ وشو.

د څلورو کسانو ځواب یې ترلاسه کړ چې ویلي یې و ورته ستونزې سره مخ شوي.

هغو ټولو لیکلي و چې هغه کس چې دا شکمن څیز یې کریسان ته ورکړی و همداسې یو څه یې دوی ته هم ورکړي و چې منځني ختیځ ته یې ورسوي.

له دې سره کیون او د نورو قربانیانو کورۍ پولیسو ته لاړې او پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې او تورن کسان یې ونیول.