د بي بي سي موندنې؛ ځینې انګریزان د پیسو ترلاسه کولو بدل کې ځانونه د کډوالو ښځو پلرونه معرفي کوي

Composite pic of pregnant woman against a background of passports and Facebook logo
د خپرېدو وخت

د بي بي سي څېړنو موندلې چې یو شمېر بریتانوي سړي ځانونه د کډوالو ښځو د پلرونو په توګه معرفي کوي او د دې کار په بدل کې زرګونه پاونډه اخلي.

دغو کسانو ته تر لس زره پاونډو وړاندیز کېږي چې خپل نوم د ماشومانو د زېږون په اسنادو کې ولیکي.

په دې کار سره ماشومان د بریتانیا تابعیت ترلاسه کولی شي او مېندو ته دغه هېواد کې د مېشتېدو لار برابروي.

دا جعل کاران د خپل کار و بار لپاره فسبوک کاري او ادعا کوي، چې په دې کار سره یې زرګونه ښځو سره مرسته کړې ده.

فسبوک وايي دا ډول محتوا یې د قوانینو خلاف ده.

د بي بي سي نیوز نایټ له خوا ترسره شوې څېړنې موندلې چې دا جعل کارۍ او درغلۍ د بریتانیا په کچه بېلابېلو ټولنو کې کېږي.

په دې څېړنو کې یوې پلټونکې ځان د یوې مېندوارې ښځې په بڼه راڅرګند کړ، چې په ناقانونه توګه بریتانیا کې اوسېږي او هغو کسانو سره یې خبرې وکړی چې دا کار کوي.

یو مامور چې تای نومېده پټې پلټونکې ته وویل چې څو بریتانیايي سړي لري‌ او کولی شي د هغې د ماشوم لپاره له خپل ځانه جعلي پلار جوړ کړي.

Facebook screen

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فسبوک وايي دا ډول محتوا یې د قوانینو خلاف ده.

هغه د دغه کار ترسره کولو لپاره د یوولس زره پاونډو وړاندیز وکړ.

نوموړي دا پروسه"ډېره اسانه" وبلله او ویې ویل، چې د دې لپاره چې ماشوم یې د بریتانیا پاسپورت ترلاسه کړي د هر کار کولو ته چمتو دی.

تای پلټونکې د انډریو په نامه یوه بریتانوي سړي سره معرفي کړه، تمه وه چې دغه سړی د هغې د ماشوم د پلار په توګه راڅرګند شي او په دې یې هوکړه وکړه چې انډریو ته به له دې پیسو اته زره پاونډه ورکړل شي.

د دوی د خبرو په جریان انډریو خپل پاسپورت هم وښود چې ثابته کړي د بریتانیا تابعیت لري، او په تلو تلو کې یې پلټونکې سره سیلفي هم واخیست.

بي بي سي دغو کار وباریانو ته د دې کار په بدل کې هېڅ پیسې نه دي ورکړي.

تای چې کله د پلټنو په اړه پوهه شوه نو په دې جعلکارۍ کې یې خپله ښکېلتیا رد کړه او ویې ویل چې "په دې اړه په هېڅ څه نه پوهېږي."

انډریو تر اوسه زمونږ پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

Thi Kim, one of the agents who spoke to BBC Newsnight
د عکس تشریح، د تي کېم په نامه یوه بله ماموره هم ادعا کوي، چې زرګونه کډوالو ښځو سره یې مرسته کړې چې بریتانیا کې د اوسېدو قانوني اسناد ترلاسه کړي.

د تي کېم په نامه یوه بله ماموره هم ادعا کوي، چې زرګونه کډوالو ښځو سره یې مرسته کړې چې بریتانیا کې د اوسېدو قانوني اسناد ترلاسه کړي.

نوموړې وویل، هغه کولی شي چې د دې کار لپاره یو بریتانوی سړی چمتو کړي چې ځان د یوې میندوارې ښځې مېړه ونوموي.

هغه وايي، د دې کار په بدل کې جعلي پلار لس زره پاونډه اخلي چې درې سوه پاونډه یې ماته راکول کېږي.

تي کیم څېړونکي ته وویل:"ټول هغه نارینه چې زه پرې دا کار کوم دلته زېږېدلي او هېڅکله یې د بل کوم ماشوم لپاره نوم لیکنه نه ده کړې."

هغه زیاتوي:"زه پوهېږم چې دا هر څه څنګه مدیریت کړم. تاسو یې د پاسپورت د نه لرلو په اړه هېڅ اندېښنه مه کوئ دا به خامخا ورکړل شي."

تي کېم هم پر دې مسلې د تبصرې لپاره د بي بي سي غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

د جعلي پلار جوړېدو قضیه د کډوالو چارو وکیل انا ګونزالیز له خوا ډېره ښه تشریح شوې.

Selfie of Newsnight researcher with Andrew
د عکس تشریح، د نیوز نایټ پلټونکې چې مخ یې بلر شوی انډریو سره سلفي عکس اخیستی

هغه وايي: "دا خورا پیچلې او د پولیسو لپاره ډېر ستونزمن کار دی. دا په یو ډول د دې ثبوت هم دی چې ښځې څومره نهېلې دي او په بریتانیا کې د پاتې کېدو قانوني حق ترلاسه کولو لپاره له څومره سختو پړاوونو تېرېږي."

که یوه کډواله ښځه په ناقانونه توګه بریتانیا کې وي او ماشوم یې وزیږي چې پلار یې د بریتانیا تابعیت ولري نو ماشوم یې له پیدایښت سره سم لاسي بریتانوی کېږي او د دغه هېواد تابعیت ورکول کېږي.

د ماشوم مور کولی شي چې د کورنۍ ویزې ترلاسه کولو لپاره غوښتنه وکړي چې له مخې یې بریتانیا کې د پاتې کېدو حق ورکړل شي او په مناسب وخت کې بیا د تابعیت غوښتنه وکړي.

آغلې ګونزالیز وايي: "دا قانون د ماشومانو د خوندیتوب لپاره دی نه هغو ښځو ته د ویزو د ورکړی لپاره چې بریتانیا کې د اوسېدو هېڅ ډول قانوني اسناد نه لري، دا د تېښتې یوه لار نه ده باید په دی سترګه ورته و نه کتل شي."

بي بي سي و نه شو کړای چې د دغو جعل کاریو اندازه مالومه کړي، ځکه چې د بریتانیا کورنیو چارو وزارت د هغو قضیو شمېر په اړه مالومات شریک نه کړل چې دوی سره پرتې دي.

او د هغو ویزو کره شمېر هم نه خپروي، چې د بریتانوي ماشومانو پلار او مور ته د دوی د بریتانوي تابعیت له مخې ورکړل شوي دي.