د هغو مکروبونو کشف چې ۱۵ سانتي ګراد درجو کې پلاستیکونه خوري

د عکس سرچینه، Getty Images
ساینسپوهانو داسې مکروبونه کشف کړي چې په ټيټه تودوخه کې پلاستیکونه خوري.
د سویس د فدرالي څیړنیز انستیتیوت د څېړونکو یوې ډلې ګرینلنډ، سویلبارد، ناروې او سویس په ټاپوګانو کې د مکروبونو مطالعه کوله او په دې پوه شول چې له دغو مکروبونو ځینې یې کولای شي چې په ۱۵ درجو سانتي ګراد تودوخه کې پلاستیک وخوري او تجزیه يې کړي
پخوا ساینس پوهانو یوازې هغه مکروبونو کشف او پېژندلی شول چې په ۳۰ درجې سانتي ګراد تودوخه کې پلاستیک تجزیه کړي.
ساینس پوهان په دې باور دي چې دا څېړنه "خورا ارزښتناکه" ده او کولی شي په راتلونکي کې د پلاستیک پر بیاځلي کارولو"ریسایکل" ډېره اغېزه وکړي.
ساینس پوهانو څنګه دا کشف وکړ؟
د سویس فدرالي انستیتوت د څېړونکو یوې ډلې د ۳۴ ډوله هغو مکروبونو بېلګې واخیستې چې د ګرینلنډ، سوېلبارد، ناروې او سویس لوړو سیمو کې د یو کال لپاره د پلاستیکونو پر سر وو او هلته یې وده کړې وه.
دغو مکروبونو کې ۱۹ ډوله یې باکتریا او ۱۵ یې فنګسونه وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
له هغې وروسته ساینس پوهانو دغه کوچني ژوندي موجودات په تیاره کې ۱۵ سانتي ګراد درجو کې وساتل چې وده وکړي او دا مالومه کړي چې آیا کولی شي پلاستیک تجزیه کړي که نه.
دې پلاستیکونو کې پولي اتلین"نه تجزیه کیدونکي" پولي استر او پولي اورتان"تجزیه کیدونکي" پولي بیوتلین ترفتالایت او پولي لکتیک اسید پکې شامل وو.
د څېړنو پایله څه وه؟
په پایله کې مالومه شوه چې د ۱۲۶ ورځو وروسته له دغو مکروبونو یو هم نه و توانېدلی چې په پلاستیک کې يولي ایتلین تجزیه کړي.
۱۹ مکروبونه چې باکتریاوې پکې شاملې وې پولي ایستر او پولي اورتان تجریه کړي وو او فنګسونو ډله توانېدلې وه چې پولي بیوتلین ترفتالایت او پولي لکتیک اسید تجریه کړي.
ساینس پوهانو دوه ډوله نور هغه مکروبونه هم وپېژندل چې تر اوسه یې نومونه نه و وړاندې شوي. دا مکروبونه کولی شي له پولي اتلین پرته نور ټول پلاستیکونه تجزیه کړي.



















