تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د روغتیا نړیوال سازمان: د کووېډ له کبله د روغتیا بېړنیز وضعیت ختم شوی
- Author, سمیتا مونداساد او فیلیپا روکسبې
- دنده, د روغتیا برخې خبریالان
- د خپرېدو وخت
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) تائید کړه، چې د کووېډ-۱۹ له کبله یې د نړۍ په کچه اعلان شوی روغتیاي بېړنیز حالت نور نه شته.
د روغتیا نړیوال سازمان دا اعلامیه د وبا ختمېدو په لړ کې خورا مهمه بلل کېږي او د کورونا وېروس له پیلېدو درې کاله وروسته خپرېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان هغه مهال تر ټولو د لوړ کچ دا خبرداری اعلان کړی و.
د ډبلیو ایچ او مشر وايي، د کورونا له کبله لږ تر لږه اووه میلیونه خلک مړه شوي دي.
د ډبلیو ایچ او مشر ډاکتر ټیډروس ادهانوم وايي، د مړو شویو کسانو رښتینی شمېر ''ښايي '' نژدې ۲۰ ملیونو کسانو ته رسېدلی وي، چې د رسمي شمېرو درې برابره دی او خبرداری یې ورکړی، چې وېروس د یوه ګواښ په توګه پاتې شوی.
نوموړي د بېړنیز حالت له منځه وړلو په هکله وویل: ''پرون ایمرجنسي کمېټې غړو د پنځلسم ځل لپاره ناسته درلوده، ما ته یې وړاندیز وکړ، چې د عامې روغتیا په هکله بېړنیز حالت پای ته ورسوم. دا وړاندیز مې ومانه او له نیکې هیلې سره د کووېډ- ۱۹ په تړاو د بېړنیز حالت پای ته رسېدو اعلان کوم. ''
د نوموړي په وینا پر دې پرېکړه له څه مودې راهیسې غور کېده او په دقت سره د شمېرو له ارزونې وروسته دا اعلان کوي.
خو ډاکتر ادهانوم وویل، د لوړ کچ خبرداري ختمول دا مانا نه لري، چې خطر ختم شوی او په خبره یې که وضعیت بدل شي، د خبرداري حیثیت هم ورسره بدلېدای شي.
د روغتیا نړیوال سازمان لومړی ځل د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د کووېډ په هکله د روغتیا بېړنیز حالت اعلان کړی و.