تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند؛ د کووېډ ناروغانو له ډېرېدو سره سره لسګونه زره کسانو مذهبي مراسمو کې ګډون کړی
د هند په پرایاګراج ښارګوټي 'رسمي نوم اله اباد ' کې داسې حال لسګونه زره هندوان د مذهبي مراسمو لپاره یو ځای شوي، چې دې هېواد کې د کووېډ نویو ناروغانو شمېر په چټکۍ سره ډېرېږي.
د دې مراسمو ګډونوال باور لري چې د ماکار سنکراتي په نامه دې عبادت ترڅ کې یې د ګنګا سیند غسل ګناهونه پاکوي.
د یادونې ده، چې پروسږ کال له ورته مراسمو وروسته په هند کې د کورونا وبا دویمې څپې زور واخیست.
خو سږ کال اترپردېش کې چې پرایاګراج ښارګوټی پکې موقعیت لري، چارواکو پر مراسمو بندیز لګول رد کړل.
په ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي چې زرګونه خلک ټولنیز واټن ته له پام کولو پرته د سیند پر غاړه عبادت کوي.
بل لور د هندي ژبې اې بي پي خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، د مراسمو تر ۷۰ سلنې ډېرو ګډونوالو ماسکونه نه دي کارولي.
چارواکي وايي، د ګڼې ګوڼې کنټرول لپاره یې ۵۰۰۰ پولیس ځای پر ځای کړي دي.
اعلی وزیر یوګي ادیتیه نات د میګا میلې په نامه د دې مراسمو له ګډونوالو غوښتي چې د کووېډ مخنیوي اقدامات په پام کې ونیسي، خو رپوټونو کې ویل شوي، ان د مېلې له پیله مخکې په سیمه کې د کووېډ نویو ناروغانو نومونه ثبت شوي دي.
د ځايی پولیسو یوه افسر راجیو ناراین مشرا بي بي سي ته وویل، تر اوسه لږ تر لږه ۳۸ پولیس سرتېرو کووېډ معاینات مثبت ثابت شوي دي.
دې سره داسې وېره په ډېرېدو ده، چې دا مېله به راتلونکو ورځو کې د وېروس خپرېدو پر یوه لوی مرکز بدله شي.
د دې مراسمو پر ترسره کولو د اترپردېش حکومت ټینګار روغتیاپالان اندېښمن کړي، چې پر عامه روغتیا به ناوړه اغېز وکړي.
په داسې حال کې چې هند کې د کورونا درېیمې څپې خپرېدو وېره ده، دغه هېواد کې ډېری ناروغان د وېرو پر نوې بڼه اومېکرون اخته بلل کېږي.
هند کې د پنجشنبې پر ورځ د ۲۴۷ زره ۴۱۷ نویو ناروغانو نومونه ثبت شوي، چې دا له تېرې مې میاشتې راهیسې په یوه ورځ کې تر ټولو لوړ شمېر دی او ډېری یې د پلازمېنې ډيلي او اقتصادي مرکز ممبۍ ښارونو اوسېدونکي دي.