د روغتیا نړیوال سازمان: د کووېډ له کبله د روغتیا بېړنیز وضعیت ختم شوی

People wearing protective masks wait in line to board a bus amidst the spread of the coronavirus disease (COVID-19) in Mumbai, India, October, 6, 2020

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په ۲۰۲۰ کال کې د وېروس پراخې څپې په بېلابېلو هېوادونو کې خپرې شوې.
    • Author, سمیتا مونداساد او فیلیپا روکسبې
    • دنده, د روغتیا برخې خبریالان
  • د خپرېدو وخت

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) تائید کړه، چې د کووېډ-۱۹ له کبله یې د نړۍ په کچه اعلان شوی روغتیاي بېړنیز حالت نور نه شته.

د روغتیا نړیوال سازمان دا اعلامیه د وبا ختمېدو په لړ کې خورا مهمه بلل کېږي او د کورونا وېروس له پیلېدو درې کاله وروسته خپرېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان هغه مهال تر ټولو د لوړ کچ دا خبرداری اعلان کړی و.

د ډبلیو ایچ او مشر وايي، د کورونا له کبله لږ تر لږه اووه میلیونه خلک مړه شوي دي.

د ډبلیو ایچ او مشر ډاکتر ټیډروس ادهانوم وايي، د مړو شویو کسانو رښتینی شمېر ''ښايي '' نژدې ۲۰ ملیونو کسانو ته رسېدلی وي، چې د رسمي شمېرو درې برابره دی او خبرداری یې ورکړی، چې وېروس د یوه ګواښ په توګه پاتې شوی.

نوموړي د بېړنیز حالت له منځه وړلو په هکله وویل: ''پرون ایمرجنسي کمېټې غړو د پنځلسم ځل لپاره ناسته درلوده، ما ته یې وړاندیز وکړ، چې د عامې روغتیا په هکله بېړنیز حالت پای ته ورسوم. دا وړاندیز مې ومانه او له نیکې هیلې سره د کووېډ- ۱۹ په تړاو د بېړنیز حالت پای ته رسېدو اعلان کوم. ''

Deserted streets in Wuhan, China, during lockdown

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کووېډ مخنیوي په لړ کې د چین وهان ښار له خلکو تښې لارې کوڅې

د نوموړي په وینا پر دې پرېکړه له څه مودې راهیسې غور کېده او په دقت سره د شمېرو له ارزونې وروسته دا اعلان کوي.

خو ډاکتر ادهانوم وویل، د لوړ کچ خبرداري ختمول دا مانا نه لري، چې خطر ختم شوی او په خبره یې که وضعیت بدل شي، د خبرداري حیثیت هم ورسره بدلېدای شي.

د روغتیا نړیوال سازمان لومړی ځل د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د کووېډ په هکله د روغتیا بېړنیز حالت اعلان کړی و.