تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان کې نړیوالو بندیزونو میلیونونه افغانان کړاو سره مخ کړي
د ناروې د کډوالو شورا (اېن آر سي) په خپل یوه تازه رپوټکې ویلي، پر افغانستان نړیوالو بندیزونو په دغه هېواد کې د میلیونو خلکو ژوند اغېزمن کړی دی.
د دغې شورا رپوټ وايي، افغانستان کې سوداګر د نړیوالو بندیزونو له امله له کړاو سره مخ شوي.
دغه رپوټ چې یادې شورا افغان سوداګرو او خصوصي سکتور سره د مرکو او خبرو پر بنسټ جوړ کړی، نن چارشنبه د اپریل پر پنځمه خپور شوی.
د ناروې د کډوالو شورا وايي، د افغانستان د ځپل شوي اقتصاد او روان بې ساري بشري ناورین د پای ته رسولو لپاره باید ګامونه واخیستل شي.
یادې شورا پر اروپايي ټولنې غږ کړی، چې د دغو بندیزونو په اړه عامه پاوهاوی زیات کړي.
د دې شورا مشر نیل ترنر ویلي: "یوازې بشري مرستې د میلیونونه هغو افغانانو اړتیاوي نه شي پوره کولای چې بې دندو شوي او اړ شوي چې لوی پورونه واخلي یا خپل ملکیتونه وپلوري، مونږ باید د دغه ویجاړونکي اقتصادي ناورین مخه ونیسو. بشري سازمانونه باید د اقتصادي ثبات، د خصوصي سکتور ودې او د پرمختیايي پروګرامونو پیلولو برخه کې کار وکړي."
د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت راهیسې واک ته د طالبانو له بیاځلي رسېدو وروسته نړیوالو د دغې ډلې د ځپونکو بندیزونو په غبرګون کې د افغانستان پر وړاندې د سیاسي او اقتصادي ګوښیتوب پالیسی غوره کړه.
د ناروې د کډوالو شورا وايي، د نړۍ دغه اقدام د اوسني اقتصادي ناورین او پر بشري مرستو د میلیونونه خلکو تکیې لامل شوی.
د یادې شورا په رپوټ کې د خپرو شویو شمېرو له مخې، اوس مهال افغانستان کې له ۲۸ میلیونو زیات خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړ دي، چې د افغانستان د نفوس دوه پر دریمه برخه ده.
دغې شورا همدار زار ویلي، افغانستان کې نږدې دوه میلیونه خلک د خوړو خوندیتوب نه لري او څلور میلیونه خلک په سخته خوارځواکۍ اخته دي چې ۳،۲ میلیونه یې ماشومان دي.
د ناروې کډوالو شورا د بانکونو له خوا د مالي خدمتونو په ترسره کولو ټینګار کوي او وايي، د بندیزونو برخه کې هر اړخیز معافیتونه شته چې له مخې یې باید بانکونه د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پورته کولو لپاره د افغانستان دننه او بهر د پیسو لېږد رالېږد لپاره لار هواره کړي.
خو بانکونه له دغه معافیت سربېره مالي خدمتونو ته لاسرسی محدودوي.
یاده شورا بهرنیو شرکتونو او بانکونو ته پر روزنه ټینګار کوي او وايي: "مونږ اړتیا لرو چې بهرنیو شرکتونو او بانکونو ته روزنه ورکړو چې افغانستان پخپله تر بندیزونو لاندې نه دی."
افغانستان کې د یو لوی کرنیز شرکت اجریوي مشر ویلي: "د دغو بندیزونو په اړه سم پوهاوی نشته، په ځانګړې ډول زمونږ د صادراتو او وارداتو په بازارونو کې د کلیدي سکتورونو تر منځ."
په غیر دولتي ادارو کې د ښځو د کار بندیز په اړه د طالبانو ورستۍ پرېکړې د افغانستان اقتصاد ته لا سخت ګوزار ورکړ او د نړیوالو بسپنه ورکوونکو او مرستندویه ادارو د فعالیت پر وړاندې یې ننګونې زیاتې کړې.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یوناما هم ویلي، ننګرهار کې د دوی په دفتر کې د ښځینه کارکوونکو د فعالیت مخه نیول شوې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي، د افغانستان ننګرهار ولایت کې د خپلو افغان همکارانو د کار بندیز په سختو ټکو غندي.
نوموړي پر ټویټر لیکلي، که له دې کاره لاس وانخیستل شي، دا به اړمنو خلکو ته د ژوند ژغورونکو مرستو وړاندې کولو وړتیا کمزورې کړي.
بله خوا، یوناما په دې پیغام کې ویلي، له دې کبله ''سخت اندېښمن '' دي.
د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر وايي، پر طالبانو غږ کوي چې د ملګرو ملتونو سازمان مرکزونه له ښځینه کارکوونکو پرته نه شي کولای فعالیت وکړي او خپلې هغه مرستندویه چارې روانې وساتي چې د ژوند ژغورلو لامل کېږي.