تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ناروې د کډوالو شورا : افغانستان کې سلګونه زره زیانمنې کورنۍ د بې کوره کېدو له ګواښ سره مخ دي
د ناروې د کډوالو شورا وايي، په افغانستان کې هغه کورنۍ د شړلو له ګواښ سره مخ دي چې په لنډ مهال سرپناه ځایونو کې مېشت شوي دي.
د دغې شورا د مالوماتو له مخې، افغانستان کې له نیم میلیون زیاتې کورنۍ له خپلو اصلي ځایونو کډه شوي او په لنډ مهاله سرپناه ځایونو کې ژوند کوي، خو اوس پرې د طالبانو حکومت فشارونه زیات کړي چې له دغو ځایونو ووځي.
افغانستان کې لسیزې جګړو، وچکالۍ، سیاسي بې ثباتۍ او اقتصادي ستونزو خلک اړ کړي چې خپلې سیمې پرېږدي او نورو لویو ښارونو ته کډه شي.
دغه لنډ مهالي او غیر رسمي مېشت ځایونو ګڼو بې ځایه شویو او زیانمنو افغانانو ته د سرپناه او بشري مرستو ته د لاسرسي فرصت برابر کړی دی، خو د اخیستل کېدو او شړل کېدو ګواښ یې بې ځایه شوي افغانان اندېښمن کړي دي.
افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا (اېن آر سي) افغانستان کې په کور دننه د بې ځایه شویو پر حالت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دوی له خوښې پرته یې شړل حل لار نه ده.
د دغې شورا مشر نیل ټرنر ویلي:" داسې حال کې چې افغانستان له سخت اقتصادي وضعیت او د خوندي خوړو له نشتون او د طبیعي پېښو ترینګلي وضعیت سره مخ دی، لېرې پرتو سیمو ته د بې ځایه شویو بېرته استول شوني نه دي."
د نوموړي په وینا:" هغه خیریه ټولنې چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې فعالیت کوي، دغې مسلې ته ځواب ویلو لپاره چمتو دي. هر ډول ستنیدنه باید خوندي، باعزته او د هغوی په خوښه وي."
د دغې ادارې د شمېرو له مخې تر دې دمه له کابل او شاوخوا سیمو لږ تر لږه ۴۰۰۰ بې ځایه شوې کورنۍ له موقتي کورونو شړلو ته اړ کړل شوې دي.
خو د کډوالو دغه اداره وايي، که دا لړۍ همداسې وغځېږي افغانستان به د کور دننه بي ځایه شويو یوې نوې څپې سره مخ شي، داسې حال کې چې بشري ادارې یې ځواب ویلو ته نه دي چمتو.
د ناروې د کډوالو شورا مشر همدا راز زیاته کړې:" تر هغې چې د طالبانو حکومت بدیلې لارې نه وي موندلي، دا ګام به د ګڼو زیامنونکو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
ډیر هغه کسان چې په لنډمهاله سرپناه کې مېشت دي پر بشري مرستو تکیه لري. موږ اندېښمن یوو چې د دوی لپاره د لنډ مهال پناه ځایونو بندول به یو نوی ناورین پیل کړي"
دغې ادارې افغانستان کې د طالبانو حکومت پر اړوندو چارواکو غږ کړی چې ډیر ژر دې ستونزې ته دایمې حل لار ولټوي او زیانمن خلک خوندي کړي.
د ناروې د کډوالو نړویواله شورا چې افغانستان کې د بشري مرستو په برخه کې کار کوي وايي، د ۲۰۲۱ کال وروستیو کې د طالبانو حکومت دغو بې ځایه شویو ته د ویستلو خبرداری ورکړی.
بادغیس ولایت کې د کډوالو ۸ لنډ مهالي د اوسېدو ځایونه د تړلو له ګواښ سره مخ دي، که وتړل شي لږ تر لږه ۱۸۰۰ کسان اغېزمنوي.
دغې ادارې ته یو شمېر کسانو ویلي که و ایستل شي، داسې ځای نشته چې دوی پکې پناه واخلي.
د دوی په وینا:"له ستونزمنو حالاتو سره سره بیا هم وتوانېدو چې د اوسېدو ځای پیدا کړو، بچي مو ښوونځيو ته ولېږو، کارونو او بشري مرستو ته لاسرسي ومومو خو اوس راته ویل کېږي چې باید ووځو."
د رپوټونو له مخې تېر کال د جګړې او طبیعي پېښو له امله ۱،۳ میلیونه افغانان بې ځایه کېدو ته اړ کړي.
طالبان په دې اړه څه نه وايي چې دغه کسان له ایستلو وروسته کومو سیمو ته استوي او د ځای پر ځای کولو لپاره یې څه پلان په پام کې دی.