سپوږمۍ ته د تګ لپار د نویو فضايي جامو مخکتنه وشوه

د خپرېدو وخت

ناسا سپوږمۍ ته د انسانانو د تګ لپاره د فضایي جامو نوی ډول معرفي کړی.

دا نوې تخصصي جامې د سپوږمۍ په مخ د ساینسي تجربو چارې آسانه کوي او ځانګړي ځانګړتیاوې لري.

ویل کېږي چې فضا ته تلونکو ښځینه ساینسپوهانو لپاره ډېرې ښې دي او په بدن یې ښیې جوړې راځې.

ناسا اعلان کړی چې دا ځل به سپوږمۍ ته ښځه ساینسپوهه استوي.

له دې مخکې داسې هم پېښ شوي و، چې فضا ته د ښځو سفر د مناسبو جامو نه شتوالي له کبله لغوه شوی و.

ناسا اوس باور لري چې نوې ډیزاین شوې جامې به دا مسله حل کړي.

ناسا تمه لري چې د دې جامو وروستۍ بڼه د ارټیمس۳ ماموریت لپاره چې په ۲۰۲۵ کال کې ترسره کېږي چمتو شي.

امریکايي ساینسپوهان تشیال ته د تګ لپاره کومې جامې چې دمګړۍ په تن کوي له ۱۹۸۱ کال راهیسې بیا ډیزاین شوې نه دي او نه بیا کتنه ورته شوې ده.

د فضايي جامو مهمه ځانګړنه دا ده چې فضانورد ته په مناسب فشار کې اکسیجن ورسوي او دا ځانګړنه د دې لامل کېږي چې نږدې په بشپړ تشیال کې ستورمزلی ژوندی پاتې شي.

د امریکا فضایي ادارې په ۲۰۲۱ کال کې ویلي و، چې له دې مخکې یې د فضایي جامو پر جوړولو ۴۲۰ میلیونه ډالر لګولي دي.

هغه مهال دوی د پام وړ پایلې تر لاسه نه کړې نو پرېکړه یې وکړه چې خصوصي سکتور ته د دې کار بهیر وروسپاري.

د مسولو چارواکو په خبره دا نوې ډیزاین شوې جامې به د سپوږمۍ سویلي قطب کې له شته ننګونو سره مقابله وکړي او د سپومۍ په اړه د انسانانو په پوهاوي کې به لوی پرمختګ راولي چې انسانان وکولی شي هلته اوږد مهال لپاره ژوند وکړي.