تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ناسا د اسټرالیا له سوداګریزې فضايي اډې لومړنی توغندی وتوغاوه
د ناسا له خوا د اسټرالیا د سوداګریزې فضايي اډي د توغندي توغولو تاریخ جوړ کړ.
د رپوټونو له مخې، دغه توغندی په ځايي وخت د دوشنبې پر سهار توغول شوی دی.
ناسا ویلي، دا چاره به د ستورو فزیکي څېړنو ته اجازه ورکړي چې اوس یوازې په سویلي نیمه کره کې ترسره کېدی شي.
دا توغونه د اسټرالیا په تاریخ کې له ۲۰ کلونو وروسته په لومړي ځل شوې ده.
دغه توغندی د ناسا له هغو دریو توغندیو یو دی چې د آرنهم له نوي جوړ شوي فضايي مرکز څخه د شمالي سیمې په څنډو توغول شوی دی.
ساینس پوهان تمه لري، دا چاره به پر یوه ستوري د نورو نږدې سیارو د رڼا د اغېز په مطالعه کې ورسره مرسته وکړي.
هغو څارونکو چې لېرې ساحې ته د توغندي د لیدو لپاره تللي وو، توغندی یې یوازې شاوخوا ۱۰ ثانیې د ځمکې اتموسفیر ته له ننوتو مخکې لیدلی .
د ییرکالا ښوونځي یوه مدیر د اسټرالیا نشراتي شرکت ته ویلي:
"د سترګو په رپ کې تېرېدل و، خو فکر مې کاوه چې ورو حرکت کوي ځکه ټوله سیمه یې رڼا کړه، پورته لاړ او بیا یې یو ډول غږ وکړ، داسې غږ چې تر ننه مې هیڅ کله نه و اورېدلی، ډېر یې حیران کړم."
فضا کې د توغندي د موجودیت موده هم لنډه وه، له ۱۳ مترو اوږد توغندی په پلان شوي وخت له ۱۵ دقیقې وروسته بېرته ځمکې ته راښکته شو.
د اسټرالیا د یادې فضايي اډې اجرایوي مشر ویلي، د دغه توغندي په پایله کې راټول شوي مالومات به موږ سره د هغو ستورو د رازونو په پېژندلو کې مرسته وکړي چې له موږ نه ۴۳۰ میلیون نوري کلونو په واټن پراته دي.
د استرالیا د شمالي سیمي وزیرې نتاشا فایلز دا شېبه د اسټرالیل لپاره" خورا له ویاړ ډکه" بللې او د دې چارې د ترسره کېدو هرکلی یې کړی.
د نوموړې په ټکو: " دلته پر یولنګو ځمکه د سیمې ځوانان کولی شي اسمان ته وګوري او په دې وپوهېږي چې څه شی کېدونکي دي او دا زموږ لپاره ویاړ دی."
اسټرالیا په ورستیو کې خپلې فضايي هڅې ګړندۍ کړي، یوه دفاعي مرکز یې پرانیستې چې د روسیې او چین د تمې خلاف فعالیت کوي.
د ارنهم فضايي مرکز نړۍ کې لومړنی او یوازینی استوايي توغندیز سوداګریز مرکز دی.
ښاغلي جونز همدا راز ویلي:" موږ د پام وړ شاهکار ته لاسرسی موندلی او د اسټرالیا په تاریخي سفر کې مو فضا کې مهم رول لوبولی."
نوموړي منلې چې "موږ او اسټرالیا کولای شو فضا ته لاسرسی ومومو او دا زموږ د کار پیل دی."
تمه شته چې راتلونکی توغوندی د جولای پر ۴ا مه و توغول شي.