سعودي عرب کې هغه سړی اعدام شوی چې ادعا کېږي په زور ترې اعتراف اخیستل شوی

د عکس سرچینه، Zainab Abu Al-Khair
سعودي عرب کې چارواکو هغه اردنی سړی اعدام کړی، چې کورنۍ یې ادعا کوي، د مخدره توکو قضیه کې په زور اعتراف ترې اخیستل شوی.
۵۷ کلن حسین ابوالخیر اته اولادونه لري او د یوه شتمن سعودي لپاره یې موټر چلاوه.
دی په ۲۰۱۴ کال کې له اردنه سعودي عرب ته د ننوتو پر مهال پر پوله نیول شوی و او د امفتامین نومي مخدره توکو قاچاق تور پرې لګول شوی.
دی وروسته په یوه داسې محاکمه کې چې د بښنې نړیوال سازمان (خورا غیر شفافه) وبلله، په اعدام محکوم شوی و. د نوموړي خور زینب ابوالخیر وايي، ورور یې له زندانه ورته ویلي و، چې له پښو ځوړند شوی او وهل، ډبول شوی و.
زینب وايي: ''د سږکال په لومړیو کې راته وویل، تصور یې نه کاوه، چې په محاکمه کې به یې په زور اخیستل شوي اعتراف ته اجازه ورکړل شي. ''
د ابوالخیر قضیې ته پروسږکال له هغه وروسته د نړیوالو پام واوښت، چې سعودي عرب چارواکو د مخدرو توکو لړ کې د اعدام سزا لپاره نااعلان شوی مهلت پای ته ورساوه، ۱۷ کسان په دې ډول قضیو کې د اعدام په سزا محکوم شوي دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو یوه ډله چې د خپلسري توقیف لړ کې څېړنه کوي وايي، د ابوالخیر توقیف قانوني بنسټ نه درلود. د ۲۰۲۲ کال وروستیو کې د ملګرو ملتونو بشري حقونو څانګې د نوموړي خوشي کولو درخواست وکړ.
دا اداره وايي، د مخدره توکو قاچاق قضیو کې د اعدام سزا ورکول له نړیوالو اصولو او معیارونو سره برابر نه دي.




















