تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کراچۍ کې د پولیسو پر مرکز برید؛ د سند اعلی وزیر وايي 'ستر پلان' شنډ شوی
د پاکستان په تر ټولو ګڼ مېشتي ښار کراچۍ کې چارواکي وایي دغلته د پولیسو پر مرکز وسله وال برید پای ته رسېدلی دی.
د سند اعلی وزیر مراد علي شاه رسنیو ته ویلي چې دغه برید کې دریو وسله والو برخه درلوده او درې واړه د امنیتي ځواکونو لخوا تصفیوي عملیاتو کې وژل شوي دي.
هغه دې پېښه کې د یوه ملکي او دریو امنیتي کسانو د وژل کېدو پخلی هم کړی.
چارواکو ویلي وسله وال په ځايي وخت د ماښام ۷ بجې او لس دقیقې له برید وروسته د کراچۍ پولیسو دفتر ته ننوتل او څو ساعته یې له امنیتي ځواکونو سره مقاومت وکړ.
رپوټونو کې ویل شوی چې به دغه برید کې د پولیسو او رینجرز ۱۵ سرتېري ټپيان هم دي.
په دوی کې د یوه روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی شوی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه برید ته غبرګون کې پر خپل ټویټر لیکلي چې هېواد به یې د "ترهګرۍ جرړې وباسي" او "ترهګرو ته د خپلو کړنو سزا ورکړي."
هغه زیاته کړې ولس یې تېرو دوو لسیزو کې د خپلو وینو په بیه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کړې او دا چې د تل لپاره د دغه 'ناسور" ختمولو ته هوډمن دی.
رپوټو کې ویل شوي چې دې پېښه کې د پولیسو دفتر دې پنځه پوړیزه ودانۍ ته هم یو څه زیان اوښتی.
د دغه برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) منلی دی.
د سند اعلی وزیر یوه ویډیويي پيغام کې ویلي "د کراچۍ پولیسو پر دفتر دریو ترهګرو برید کړی و. د پولیسو، رېنجر او پوځ په مرسته ترهګر ووژل شول او ودانۍ تصفیه شوه."
هغه په دې توګه د "یوې ستره پلان د شنډېدو" خبره هم کړې.
''''غوښتل مو ترهګر ژوندي ونیسو ''''
د سند والي کامران ټیسوري تر دغه برید وروسته رسنیو ته ویلي چې تصفیوي عملیات د دې لپاره وغځېدل چې ګوندې امنیتي ځواکونو غوښتل بریدګر ژوندي ونیسي.
ښاغلي ټیسوري زیاته کړې چې په دغه برید کې ښایي د هند ستخباراتي اداره "را" ښکېله وي، خو په دې اړه یې څه شواهد نه دي وړاندې کړي.
دا برید داسې مهال شوی چې کراچۍ کې د پاکستان د کرېکټ سوپر لیګ "پي اېس ایل" سیالۍ هم کېږي.
د دغه ایالت چارواکو ویلي دا پېښه به دغه ښار کې د کرېکټ پلان شوې لوبې اغېزمنې نه کړي.
دا له یوې میاشتې کمې موده کې پاکستان کې پر پولیسو دویم ستر او خونړۍ برید دی.
د تېرې جنورۍ وروستیو کې په پېښور کې د پولیسو یوه مرکز اړوند جومات کې ځانمرکی برید شوی و چې تر ۱۰۰ ډېر کسان پکې وژل شوی او ۲۰۰ ټپي شوي وو.