تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې پر کلینک برید کې چینايي وګړو ته مرګژوبله اوښتې
- Author, ریاض سهیل
- دنده, بي بي سي کراچۍ
- د خپرېدو وخت
د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې پولیس وايي، د غاښونو درملنې پر یوه کلینک وسله وال برید کې یو چینایی وګړی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
پولیس وايي، دا د هدفي برید یوه پېښه ده. پېښه د چهارشنبې پر ورځ له ځايي وخت سره سم ماسپښین مهال د کراچۍ ښار له ګڼې ګوڼې ډکه صدر سیمه کې شوې.
د پولیسو یوه ځايي افسر اسد رضا بي بي سي ته وویل، په کلینک کې یو سړی ناست و او د نوبت له رسېدو سره سم یې ډزې وکړې، چې له کبله یې رونالډ رایمنډ چاو نومی روغتیا پال وژل شوی دی.
پولیس وايي، وژل شوی سړي د پاکستان هویت هم درلود. د پولیسو په وینا بریدګر له خپل ملګري سره په اردو ژبه خبرې کړې او له ظاهري بڼې بلوڅ توکمه معلومېده، چې له برید وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.
پولیس وايي، د پېښې ځای ته له نژدې لګېدلې امنیتي کمرې یې د بریدګر او نورو کسانو تصویرونه ترلاسه کړی، چې د پېښې له ځایه په منډه وتلي وو.
د یادونې ده، چې په کراچۍ کې مخکې هم پر چینايي وګړو بریدونه شوي، چې مسوولیت یې بلوڅ بېلتونپالو تنظیمونو منلی، خو د وروستي برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.
د کراچۍ په دې سیمه کې له لسیزو راهیسې ګڼ شمېر چینايي وګړي، د مصنوعي غاښونو لګولو او پاکولو چارې تر سره کوي، چې معمولاً یې لګښت کم وي.
د ځینې سرچینو په وینا دا کلینکونه د پاکستان له جوړېدو مخکې په ۱۹۴۰ مه لسیزه کې دلته دود شول، ځکه هغه وخت د غاښونو درملنې ماهرین په سیمه کې نه وو.