کراچۍ کې د پولیسو پر مرکز برید؛ د سند اعلی وزیر وايي 'ستر پلان' شنډ شوی

د ویډیو تشریح، د کراچۍ د پولیسو پر مرکز برید
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پاکستان په تر ټولو ګڼ مېشتي ښار کراچۍ کې چارواکي وایي دغلته د پولیسو پر مرکز وسله وال برید پای ته رسېدلی دی.

د سند اعلی وزیر مراد علي شاه رسنیو ته ویلي چې دغه برید کې دریو وسله والو برخه درلوده او درې واړه د امنیتي‌ ځواکونو لخوا تصفیوي عملیاتو کې وژل شوي دي.

هغه دې پېښه کې د یوه ملکي او دریو امنیتي کسانو د وژل کېدو پخلی هم کړی.

چارواکو ویلي وسله وال په ځايي‌ وخت د ماښام ۷ بجې او لس دقیقې له برید وروسته د کراچۍ پولیسو دفتر ته ننوتل او څو ساعته یې له امنیتي ځواکونو سره مقاومت وکړ.

رپوټونو کې ویل شوی چې به دغه برید کې د پولیسو او رینجرز ۱۵ سرتېري ټپيان هم دي.

په دوی کې د یوه روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی شوی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه برید ته غبرګون کې پر خپل ټویټر لیکلي چې هېواد به یې د "ترهګرۍ جرړې وباسي" او "ترهګرو ته د خپلو کړنو سزا ورکړي."

هغه زیاته کړې ولس یې تېرو دوو لسیزو کې د خپلو وینو په بیه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کړې او دا چې د تل لپاره د دغه 'ناسور" ختمولو ته هوډمن دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

رپوټو کې ویل شوي چې دې پېښه کې د پولیسو دفتر دې پنځه پوړیزه ودانۍ ته هم یو څه زیان اوښتی.

د دغه برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) منلی دی.

د سند اعلی وزیر یوه ویډیويي پيغام کې ویلي "د کراچۍ پولیسو پر دفتر دریو ترهګرو برید کړی و. د پولیسو، رېنجر او پوځ په مرسته ترهګر ووژل شول او ودانۍ تصفیه شوه."

هغه په دې توګه د "یوې ستره پلان د شنډېدو" خبره هم کړې.

''''غوښتل مو ترهګر ژوندي‌ ونیسو ''''

کراچی پولیس

د عکس سرچینه، Getty Images

د سند والي کامران ټیسوري تر دغه برید وروسته رسنیو ته ویلي چې تصفیوي عملیات د دې لپاره وغځېدل چې ګوندې امنیتي ځواکونو غوښتل بریدګر ژوندي ونیسي.

ښاغلي ټیسوري زیاته کړې چې په دغه برید کې ښایي د هند ستخباراتي اداره "را" ښکېله وي، خو په دې اړه یې څه شواهد نه دي وړاندې کړي.

دا برید داسې مهال شوی چې کراچۍ کې د پاکستان د کرېکټ سوپر لیګ "پي اېس ایل" سیالۍ هم کېږي.

د دغه ایالت چارواکو ویلي دا پېښه به دغه ښار کې د کرېکټ پلان شوې لوبې اغېزمنې نه کړي.

دا له یوې میاشتې کمې موده کې پاکستان کې پر پولیسو دویم ستر او خونړۍ برید دی.

د تېرې جنورۍ وروستیو کې په پېښور کې د پولیسو یوه مرکز اړوند جومات کې ځانمرکی برید شوی و چې تر ۱۰۰ ډېر کسان پکې وژل شوی او ۲۰۰ ټپي شوي وو.