افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدې مرستې وړل شوي

د خپرېدو وخت

د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هېواد ته پرون 'چهارشنبه' د ۴۰ میلیون ډالر نغدې بشري مرستې رسېدلي او په کابل کې یوه سوداګریز بانک ته سپارل شوې.

دا په افغانستان کې د ښځو د کار او زدکړو پر وړاندې د طالبانو د سختو بندیزونو وروسته په ښکاره دویم ځل دی چې دغه هېواد ته نغدې بشري مرستو ورکول کېږي.

افغانستان بانک چې ډېر وخت د دغو مرستو د ترلاسه کولو راپور خپروي، د طالبانو له سختو بندیزونو وروسته د څه مودې لپاره غلی و او داسې انګیرل کېده چې ګواکې نړیوالې ټولنې په افغانستان خپلې بشري مرستې هم د طالبانو لخوا 'بشر ضد' کړنو له کبله درولي.

د افغانستان بانک د دغه اوږده ځنډ پر مهال روښانه څه نه ویل بلکې د ملګرو ملتونو غبرګون ته په تمه و.

خو دا له ډېسمبر وروسته دویم ځل دی چې د افغانستان بانک د ۴۰ مېلیونو ډالرو تر لاسه کولو خبر ډاګیزه کوي.

د افغانستان بانک د جنورۍ په ۱۴مه د ۴۰ میلیونه بشري مرستو تر لاسه کولو پخلی کړی و.

له دې وړاندې ډېر وخت افغانستان ته هره اونۍ ۳۲ میلیونه او بیا ۴۰ میلیونه ډالره ورکول کېدل.

په دې مرستو کې د ځنډ او خنډ له خبرونو سره هم مهاله کله چې د طالبانو واک لاندې د افغانستان بانک د جنورۍ په ۱۴مه د مرستو تر لاسه کولو خبر خپرولو تر څنګ له دغو مرستو هر کلی وکړ، ملګرو ملتونو سملاسي غبرګون ښودلی و.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولی یا یوناما هغه مهال د دغه بانک خبر بیا خپرولو سره په ټوېټر لیکلي و "د ملګرو ملتونو له ادارو پرته د پېسو د لېږد خبر خپرول ګمراه کونکی او بې فایدې کار دی."

دغې بنسټ یوه اعلامیه هم خپره کړي وه چې پکې د مرستو د څرنګوالي وضاحت ورکړل شوی و.

ملګرو ملتونو ویلي دا مرستې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو لخوا لګول کیږي او په یوه شخصي بانک کې ساتل کیږي.

یوناما په دې اعلامیه کې ویلي چې دا پیسې د بشري مرستو لپاره دي او د دې لپاره نغدې راوړل کیږي چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته له افغانستان سره د نړۍ بانکي راکړه ورکړه سخته شوې.

افغانستان چې دا مهال د بې کارۍ، بې وزلۍ او ساړه ژمي له سخت حالته تیریږي له بل هر وخته ډېر بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو او ځينې نورو نړیوالو بنسټونو خبر ورکړی چې د دغه هېواد نږدې ۲۸ میلیونه وګړي لاسنیوي ته اړتیا لري.