تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر ښځو د کار بندیز؛ اروپايي ټولنه وايي افغانستان کې د خپلو مرستو پر دوام له سره غور کوي
اروپايي ټولنه وايي، له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام به له سره غور وکړي.
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزف بورېل دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې طالبانو په افغانستان کې غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.
ښاغلي بورېل په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو د نوي فرمان له مخې پر ښځو د کار او زد کړې بندیز له "بنسټیزو بشري حقونو ښکاره سرغړونه" او "ویروونکې" ده.
نوموړي دا پرېکړه له ټولنې د ښځو د ایستلو یوه بڼه یاده کړې ده.
اروپايي ټولنې د افغانستان خلکو ته د بشر دوستانه مرستو او لومړنیو اړتیاوو د اصلي برابروونکي په توګه دغه بندیزونه په کلکه غندلي، او پر طالبانو یې غږ کړی چې، بشر دوستانه قوانینو ته د درناوي په موخه دې سم لاسي دې خپله پرېکړه بېرته واخلي.
یادې ټولنې ویلي: "د طالبانو د نویو پرېکړو د اغېز له امله به مونږ افغانانو سره د خپلو مرستو د دوام شونتیا ارزونه وکړو."
د ډسمبر په ۲۴مه د طالبانو اقتصاد وزارت په ملي او نړیوالو نادولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ او ګواښ یې وکړ چې، که کوم بنسټ له دغې پرېکړې سرغړونه وکړه جوازونه به یې لغوه کړي.
د ښځو د کار بندیز دغه پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې طالبانو په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د ښځو پر زدکړو بندیز ولګاوه او لسګونه کسان یې پر ضد سړکونو ته راووتل.
د اروپایي ټولنې د خبرپاڼې له مخې اټکل کېږي چې، افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۳۰ میلیونه وګړي د ژوندي پاتېدو لپاره د خوراکي او روغتیايي مرستو په ګډون پر بشري مرستو پایي.
اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې ښځینه کارکوونکې نورو ښځو سره د مرستې په برخه کې مهم رول لري.
د اروپايي ټولنې سربېره د طالبانو دغه پرېکړه په کور دننه او نړیواله کچه په پراخ ډول غندل شوې او له طالبانو یې د بېرته اخیستو غوښتنه شوې ده.
افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو د کار له بندیز وروسته پنځو لویو نادولتي موسسو (این جیوګانو) دغه هېواد کې خپل فعالیتونه هم ځنډولي دي.
په همدې وخت کې، افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما مرستیال رامز الاکبروف هم د طالبانو له حکومته یو ځل بیا غوښتنه کړې چې په این جیو ګانو کې پر ښځو د کاربندیز پرېکړه بېرته واخلي.
د یوناما مرستیال د طالبانو له اقتصاد وزیر سره په کتنه کې دغه غوښتنه کړې. ښاغلي الاکبروف ویلي چې "میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او د دغو بندیزونه لېرې کول خورا مهم دي."