پر افغان امریکايي پوهنتون برید کې ټپي شوې افغانه بریتانیا کې له ماسټرۍ فارغه شوه

نازیه

د عکس سرچینه، Nazia qane

    • Author, تورپېکۍ غرنۍ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

"د فراغت ورځ مې د خوشالۍ ورځ وه خو زه پکې ډېره خپه وم، د افغانو نجونو په فکر کې وم او ژړاوې مې یې رایادېدې."

دا په بریتانیا کې د یوې مېشتې افغانې کډوالې نازیه قانع خبرې دي. هغې تازه د بریتانیا په "یارک" پوهنتون کې د ماسټرۍ په کچه زدکړې بشپړې کړې، خو وايي د خپل فراغت غونډې په خوشحالۍ هېڅ نه ده پوه شوې.

نوموړې وايي: "کله چې افغانستان کې وم او پوهنتون ته به تلم، د نا امنۍ په اړه مې اندېښنه وه، هره ورځ چې به له کوره راوتلم، فکر مې کاوه چې دا به مې د ژوند ورستۍ ورځ وي، خو اوس چې بریتانیا ته راغلې یم په کورونو د کېنول شویو افغانو نجونو وضعیت مې ځوروي چې د زدکړې له حقه محرومې کړل شوې دي."

نازیه په ۲۰۱۶ کال کابل کې پر افغان امریکايي‌ پوهنتون برید کې ټپي شوې وه.

د تایید شویو مالوماتو له مخې، ۲۰۱۶ کال اګسټ په ۲۴مه دغه برید کې د ۷ محصلینو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي و او ۴۵ نور ټپیان وو.

نازیه قانع

د عکس سرچینه، Nazia qane

د دغه برید مسولیت په رسمي ډول کومې ډلې په غاړه نه و اخیستی خو په تېر کې طالبانو افغان امریکايي پوهنتون د دوی پر ضد د لویدیځو هېوادونو د "هڅو مرکز" یاد کړی و.

نازیه وايي "د برید پر مهال په لمانځه وم، وروستۍ سجده مې وه چې برید وشو، پر سر مې پکه راوغورځېده، ملا، پښې او مخ مې سخت ژوبل شول."

هغه زیاتوي، برید یې لومړیو کې پر رواني حالت ډېر بد اغیز کړی و، خو وروسته یې لا پیاوړې کړه او ژمنه یې وکړه چې خپلې زدکړې به بشپړوي او په دې برخه کې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

نوموړې وايي "د زدکړو دا مزل مې له ډېرو سختیو او کړاوونو ډک و، هېڅ څه په اسانه نه ترلاسه کېږي."

نازیه قانع افغانستان کې د حقونو د ترلاسه کولو برخه کې د نجونو او ښځو مبارزه ستایي او ډاډه ده چې "له هرې تیارې وروسته رڼا حتمن راځي.

نازیه قانع

اغلې نازیه چې د ۲۰۲۱ کال اګست کې بریتانیا ته راغلې وايي، له دې مخکې یې ماسټرۍ زدکړو لپاره د دغه هېواد سکالرشیپ ته نوم لیکنه کړې وه چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ورته د راتګ زمینه برابره شوه.

ګڼې افغانې ښځې او نجونې اوس له افغانستانه بهر هېوادونو کې زدکړې کوي خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پر افغان نجونو او ښځو دا برخه هم راتنګه شوې او له محرم پرته یې پر سفرونو بندیز لګېدلی دی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو د زدکړو، کار،‌ سیاست او ټولنیز ژوند په ګډون بېلابېلو برخو کې له شلو زیات بندیزونه لګېدلي دي.

دغو بندیزونو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي او هڅه کېږي چې پر طالبانو د فشار له لارې پر ښځو لګېدلي بندیزونه ختم کړي.

خو له دې سره سره تر اوسه د طالبانو په دریځ کې څه مثبت بدلون نه لیدل کیږي او د خپلې پرېکړې د بدلون په اړه یې په رسمي ډول څه نه دي ویلي.