لوېدیځو هېوادونو ولې په ترکیه کې کونسلګرۍ وتړلې او ترکیه په څه غوسه ده؟

ترکیه

د عکس سرچینه، HABER TURK

د خپرېدو وخت

وروسته تر هغه چې څو لوېدیځو هېوادونو د امنیتي اندېښنو له کبله د ترکیې په استانبول ښار کې خپلې کونسلګرۍ وتړلې، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر لوېدیځ هېوادونه د ترکیې پر ضد په "رواني جګړه" تورن کړل.

د ترکیې کورنیو چارو وزیر سلیمان سوېلو ویلي،" امریکا او لوېدیځ نه غواړي چې موږ په دې سیمه کې خپلواک او ازاد واوسو."

حکومت پلوه ورځپاڼې "ینی شفق" هم پوښتنه کړې چې ایا دا هېوادونه " تر خپل واک لاندې د (ترهګرو) سازمانونو لخوا د بریدونو پلان لري؟"

یو شمېر لوېدیځو هېوادونو له وړاندې ترکیې ته د سفر کولو په تړاو خبرداری ورکړی وو او اندېښنه یې ښودلې چې په سویډن کې د قرآن کریم د سوځولو په غبرګون کې د احتمالي غچ اخیستو خطر شته.

د ترکیې کورنیو چارو وزیر خبریالانو ته وویل، "هغوی په داسې وخت کې په ترکیه کې د یوې نوې رواني جګړې د پیلولو په درشل کې دي چې موږ په کال کې د ۶۰ میلیونو سیلانیانو د راتګ هدف ټاکلی دی. "

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې په سويډن او ډنمارک کې د قرآنکريم د سوځولو له وروستيو پېښو وروسته د برېتانیا، هالنډ او جرمني په ګډون یو شمېر هېوادونو په استانبول کې د لنډمهال لپاره د کونسلګریو د تړلو اعلان کړی.

سوېلو زیاته کړه چې، "امریکا او لویدیځ نه غواړي چې موږ په سیمه کې خپلواک او ازاد واوسو."

سوېلو ویلي له ۲۰۱۶ کال راهیسې د ترکیې کورنیو چارو وزیر دی او یوه لانجمنه څېره بلل کېږي چې ډېر کله د لوېدیځ ضد څرګندونې کوي او په پارلمان کې هم د مخالفو ګوندونو له استازو سره د لفظي شخړو لامل کېږي.

حکومت پلوې ینی شفق ورځپاڼې هم د فبرورۍ په دویمه د خپل لومړي مخ په سرلیک کې د بهرنیو استازولیو د تړلو په اړه ورته ژبه کارولې.

دغې ورځپاڼې نېغ په نېغه د جرمني، فرانسې، امریکا، بریتانیا او هالنډ نومونو په اخیستلو سره پوښتلي: "ایا غواړې چې تر خپلې ولکې لاندې (ترهګرو) سازمانونو په وسیلې برید وکړئ؟"

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې دا یو "راز" دی چې ولې دغو هېوادونو د احتمالي بریدونو په اړه "خپل امنیتي معلومات" له ترکي چارواکو سره شریک نه کړل.

د امنیتي پېښو په اړه خبرداري وروسته تر هغه ورکړل شول چې د جنورۍ په ۲۱ مه یوه ښي اړخي سیاستوال په سټاکهولم کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قرآن کریم یوه نسخه وسوځوله، چې په ټوله اسلامي نړۍ کې یې پراخه غندنه وشوه.

له هغې پېښې وروسته یو شمېر هېوادونو په ترکیه کې خپلو وګړو ته د سفر کولو خبرداري ورکړل او ځینو یې په موقت ډول خپل ډیپلوماټیک مرکزونه وتړل.

په ځواب کې ترکیې هم د خپلو وګړو لپاره چې اروپا ته د تګ پلان لري یو جلا امنیتي خبرداری خپور کړ.