د ملګرو ملتونو مرستیاله: طالبان دې د ښځو په اړه ځپونکي "فرمانونه بېرته لېرې کړي"

امینه محمد

د عکس سرچینه، Taliban

د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد په مشرۍ یوه پلاوي افغانستان ته د خپل سفر پر مهال پر طالب چارواکو بیا غږ کړی چې د ښځو او نجونو د حقونو محدودولو په تړاو خپل وروستي فرمانونه بېرته واخلي.

دغه پلاوي د افغانستان پلازمینې کابل، کندهار او هرات ولایتونو ته خپل څلور ورځنی سفر پای ته رسولی دی.

په یوې اعلامیې کې چې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولی (یوناما) له خوا خپره شوې پکې راغلي، دغه پلاوي د خپل سفر پر مهال "د افغانستان د حالت ارزونه کړې، په کابل او کندهار کې یې له واکمنو چارواکو سره ناستې کړي دي."

د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړي پلاوي ویلي، په ناستو کې یې د هغه فرمان په اړه هم خبرداری ورکړی چې په این جیو ګانو کې ښځې له کار کولو منع کوي.

د طالبانو حکومت نژدې یوه میاشت وړاندې د یوه مکتوب له لارې په ټولو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونه وپارول.

د ملګرو ملتونو پلاوی سره له دې چې د دغو فرمانونو پرضد خبرداری ورکوي، په همدې وخت کې له افغانانو سره د ملګرو ملتونو پر مرستونو هم ټینګار کوي.

له ملګرو ملتونو سره تړلې ادارې په افغانستان کې میلیونو هغو خلکو سره مرستې کوي، چې له لویه سره یې ژوند پر همدغو مرستو پايي.

افغان مېرمنې

د عکس سرچینه، AFP

اغلې محمد ویلي "زما پيغام خورا روښانه و، په داسې حال کې چې موږ ترسره شوي مهم معافيتونه درک کوو، دا محدوديتونه افغان مېرمنو او نجونو ته داسې راتلونکی وړاندې کوي چې دوی په خپلو کورونو کې بندوي، د دوی حقونه تر پښو لاندې کوي او ټولنه د دوی له خدمتونو بې برخې کېږي."

د پلاوي یوې بلې غړې مېرمن باهوس ویلي، "هغه څه چې په افغانستان کې تېرېږي، د ښځو د حقونو لپاره سخت ناورین او د نړیوالې ټولنې لپاره د خطر زنګ دی. له دې په ډاګه کېږي چې د ښځو د حقونو په برخه کې د څو لسیزو پرمختګ څنګه په څو ورځو کې سرچپه کېږي. ملګري ملتونه به د افغان نجونو او مېرمنو تر څنګ ولاړ وي او د هغوی د حقونو بېرته ترلاسه کولو لپاره به یې غږ بدرګه کوي."

دغه پلاوي د اسلامي همکاریو سازمان، د اسلامي پرمختیايي بانک، په انقرې او اسلام اباد کې د افغان مېرمنو له یو شمېر استازو، سفیرانو او په قطر کې د افغانستان لپاره له ځانګړي استازي سره هم ليدلي دي.

د یوناما په خبرپاڼه کې ویل شوي، اسلامي نړۍ کې د نجونو او ښځو په اړه په مارچ میاشت کې د یوه نړیوال کنفرانس پر جوړولو سلا شوې ده. خو د دغه کنفرانس په اړه نور مالومات نه دي په ډاګه شوي.