تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کلفورنیا کې وژونکي توپانونه؛ میلیونونه خلک د سېلابونو له ګواښ سره مخ دي
د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې له زورورو توپانونو وروسته، شاوخوا ۲۵ میلیونه کسان د سیلابونو له ګواښ سره مخ دي.
رپوټونه وايي، څو ځایه سیلابونه بهېدلي لږ تر لږه ۱۹ کسان پکې مړه شوي او زرګونه نور خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي. د لاس انجلس ایالت ۱۳۵ کیلو مترۍ کې د مونټیکو ښارګوتي اوسیدونکي وايي، بارانونو دوی تر نورو ډېر ځپلي. هلته په ۲۰۱۸ کال کې ځمکې ښوېدنې ۲۳ کسان وژلي وو. له ځايي خلکو سره بیا د دا ډول یوې پيښې ویره پیدا شوې.
ریتا باربن د ایټالوي معمارانو په لاس جوړ شوی پیړۍ وړاندې ودان شوی ډبرین کور، چې وايي، د کلا بڼه لري د دوی د ژغورل کېدو لامل ګڼي چې پوخ یې جوړ کړی.
هغې پنځه کاله وړاندې له توپانه روغه رمټه وتلې، وايي له خپلې لور او نورو خپلو خپلوانو سره د خلکو له کورونو جلا شوېو ټوټو او نړېدونکو ډبرو غږونه یې اورېدل او ژړل یې.
د دغه سېلاب پر سبايي د لاس انجلس سمندر غاړې ته څېرمه هستوګنځایونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو، ۲۲ کسان مړه وو، یوه پکې د دوی ګاونډۍ وه چې مړی یې د کور په بڼ کې وموندل شو.
هغه په خپل بڼ کې د اوبو لګولو په اړه وايي " دا هغه غږ دی چې ډیر مې خوښېده." مېرمن ریتا وویل په شاړ شوي بڼ کې یې اوس د پرسیمنو ونې حاصل ته رسېدلي، هماغسې له خاورین ډنډه خړوبیږي. " زه اوس پوهېږم څه کولی شو. موږ ټولو یو ژور ټکان خوړلی، د تراژیدۍ درد لرو"
مونټیکو دا تېره اونۍ یو وار بیا له سخت حالت سره مخ دی. د اور وژنې چارواکو خلکو ته بیړنی خبرداری ورکړ چې دا سیمه پرېږدي. " همدا اوس ووځئ!" دا خبرداری د مشهور څېرو اپرا وینفري، برېټانوي شهزاده هري او مېرمن یې میګن په ګډون د سېمې ټولو خلکو لپاره و.
د خلکو د وتلو ټولیز خبرداری بیرته واخستل شو، خو له خلکو سره لا هم د سیلابونو او ځمکې ښوېدنې وېره شته، ځکه دغلته ځمکه لا له وړاندې لمدبل ده.
ابي پاول د باربرا بکټ په نوم شرکت بنسټګر دی، په ۲۰۱۸ کال کې دغلته د خټو پاکولو لپاره خلک اشر ته وربلل. پاول دا اونۍ د خپلې سیمې د رضا کارانو مشري کوله او د اشر په ډول یې له شګو ډک شوي ناوونه، او د اوبو لارې پاکولې.
هغه په یوه له ګواښه ډکې لار موټر کې روان و، هلته چې کورونه د سیلابونو او ځمکې ښوېدو له کبله په خټو کې پټ وو. هغه د ډبرو تازه نړېدلو ټوټو ته په اشارې وویل " نه غواړم دلته وځړېږم." سټیو مک ګولټین یو له هغو کسانو دی چې دې اشر کې یې ګډون کړی. هغه نیمه پیړۍ کېږي دې سیمه او ۲۷ کاله کېږي پخپله کلا کې ژوند کوي. هغه وايي" له نورو سره مرسته کول دې هغه ستونزې له ذهنه لرې کوي، چې د باران ورېدو پر وخت خپل جایداد کې د کړاو پر مهال د یوازېتوب له احساسه وي."
د سېلاب د مخنیوي هڅو لړ کې اشرګر پلاسټیکي بوجۍ ډکوي او د غونډې څنډې پرې پوښي. مک وايي " که وکتل شي په تېرو ۵۰ کلونو کې دې ځمکې کوم بدلون نه دی کړی. پخوا هیڅ ستونزه نه وه." د کلیفورنیا والي ګیوین نیوزوم له هغه ډلې سره ملګری شوی چې د سېلاب مخنیوي لپاره د شګو کڅوړې ډکوي هغه وايي دا "توده سیمه ده" چې راتلونکو ورځو کې یې په اړه اندېښنې شته.
هغه بي بي سي ته وویل " موږ په دې ایالت کې په تېرو ۱۶ ورځو کې د یوې لویې وچکالۍ په منځ کې شاوخوا ۲۴ ټریلیونه ګیلن اوبو بهېدو شاهد یو." والي نیوزوم وویل کلیفورنیا کې باید د اوبو د تنظم پر چاره غور وشي ځکه د دې ځای د اوبو تنظم د پخواني وخت لپاره تیار شوی و،چې هغه اډانه اوس نشته."
کلیفورنیا له سختو موسمونو او لیونۍ هوا سره عادي شوی ایالت دی. د ځنګله اور، وچکالي او د زلزلې ګواښ وخت ناوخته د کارپوهانو وړاندوینې وي، خو دا ډول وژونکي توپانونه پکې نوې خبره ده.
په تېر دسمبر کې پیل شويو توپانونو لږ تر لږه ۱۹ کسان وژلي. یو پنځه کلن هلک چې د ځغاستې په حالت کې له موره جلا شوی و لا هم ورک دی.
د کلیفورنیا په شمال کې د انګورو بڼونه د اوبو لاندې شوي، او هلته یو لوی تاریخي غر نړېدلی.
په سیلیناس دره کې سیند له مورګو اوړي، کرنیزې ځمکې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د ساکرامنټو ، مرسډ او سانټا کروز سیمو لپاره د بیړنۍ مرستې امر کړی.
د ناسا د اقلیم برخې ساینسپوهه کیمبرلي باران ماینر وايي، د دغو لویو توپانونو یو دلیل دا دی چې ځمکه وار له مخه ډکه او د نورو اوبو د جذبولو وس نه لري، چې له اورښت وروسته په چټکۍ بهیږي.
هغې بي بي سي ته وویل که مو د تودخې کابو کولو کې څه ونه کړل د لا ډیرو توپانونو او ورته پېښو وېره ورسره شته.