د ناروې کډوالو شورا: که طالبان پر ښځو کاربندیز لېري کړي، چمتو یو "سبا" بېرته کارونه پیل کړو

ین ایګلنډ

د عکس سرچینه، Jan Egeland

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ناروې د کډوالو شورا (اېن آر سي) وايي، چمتو دي افغانستان کې د خپلو مرستو رسولو فعالیتونه همدا سبا بېرته پیل کړي، خو په دې شرط چې ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړل شی.

د دغې شورا عمومي منشي ین ایګلنډ کابل ته په سفر تللی او هڅه کوي طالبانو سره له نږدې پر ښځو د کار بندیز په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي ایګلنډ‌ د دغه سفر په دوام پر خپله ټوېټر پاڼه د ښځو کار بندیز پرېکړې ته په اشارې لیکلي : "مونږ چمتو یو همدا سبا د خپلو مرستو عملیاتي چارې بېرته پیل کړو، خو دا کار یوازې هغه وخت کولی شو چې ښځینه او نارینه کارکوونکي مو کار ته لاسرسی ولري."

هغه پر خپله ټوېټر پاڼه یوه ویډیو هم خپره کړې چې پکې لیدل کېږي، د کابل په سړه او واورینه ورځ پر سړکونو ګرځي.

نوموړي په دغه ویډیویي پیغام کې یو ځل بیا پر دې ټینګار کړی چې، نه شي کولی له ښځینه کارکوونکو پرته افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د ښاغلي ایګلنډ په ټکو:"زه کابل ته راغلی یم چې د خپلو ښځينه همکارانو د حقونو لپاره مبارزه وکړم، له ښځینه همکارانو پرته مونږ نه شو کولی کار وکړو او هغوی ته معاش ورکړو او مونږ دا کار کوو هم نه."

د دغه شورا منشي همدا راز ویلي چې، مخکې یې افغانستان کې سلګونه زره خلکو ته مرستې رسولې چې اوس دا کار نه شي کولی.

هغه وايي:"باران او واورې ورېږي، او دا مونږ ته ډېره دردوونکې ده چې هغوی سره مرسته نه کوو."

ښاغلي‌ ایګلڼد د دغه ویډیویې پیغام په پای کې ټینګار کړی چې ډېر ژر به دغې مسلې ته د حل لار ومومي.

پرون یکشنبه د جنورۍ په اتمه د ناروې د کډوالو شورا مشر ین ایګلنډ کابل ته ورسېد او د د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني سره یې وکتل.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دې کتنه کې د طالبانو د مهاجرینو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د (NRC) له مشر یان اېګلنډ سره د کډوالو او کورنیو بې‌ځایه شوو لپاره د مرستو سولو کې د ستونزو د هواري په اړه خبرې کړې وې.

کابل

د عکس سرچینه، Taliban

ښاغلي اېګلنډ ویلي و، مؤسسې یې په تېرو شپږو میاشتو کې ۸۵۰ زره افغانانو ته مرستې رسولي او په راتلونکي کې غواړٍي ۷۰۰ زره افغانانو ته مرسته ورسوي.

ده همدار زار زیاته کړې وه چې "موږ ژمنه کوو چې مرستې به د اسلامي شریعت او افغاني کلتور سره سمې کوو "اسلامي امارت" دې ښځو ته د کار اجازه ورکړي".

د مهاجرینو چارو وزیر ویلي و، هڅه یې دا ده چې د ښځو د تعلیم او کار لپاره یو شرعي چوکاټ رامنځ ته شي او "بشري مرستې باید شرطونه ونه لري".

خلیل الرحمن حقاني په وینا "زموږ او ستاسو هدف، چې اړمنو ته مرستې رسول دي؛ یو دی، ددې لپاره که یوه لاره بنده شي نورې ډېرې خلاصې دي او موږ ډاډ درکوو، چې په دې برخه کې موږ درسره پوره همکار یو".

ښاغلي حقاني په دې ناسته کې زیاته کړې وه چې د افغانانو ستونزې په یوه یا دو کیلو مرستو نه حلېږي، بلکې له نړیوالو یې غوښتنه دا ده چې " دغه مرستې دې په داسې شکل ورکړل شي چې اساسي ستونزې حل کړي".

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر دا غوښتنه هم کړې چې دده په ټکو "بهرنیان دې د افغانستان په اړه له بهره فیصلې نه کوي باید دلته حقایق په پام کې ونیول شي".