د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری: چین د کورونا په اړه ناسم مالومات خپروي

Patients lie on beds and stretchers in a hallway in the emergency department of a Shanghai hospital

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې، چین د کورونا پېښو په اړه ناسم مالومات خپروي په ځانګړي ډول د مړینې په تړاو.

تېره میاشت د ډیرو بندیزونو لېري کول دغه هېواد کې د مثبتو پېښو د زیاتېدو لامل شول.

چین اوس د دغه وبا په اړه د ورځنیو مثبتو پېښو د شمېر خپرول کم کړي، او د تېر کال ډسمبر میاشت راهیسې یې یوازې د مړینې شمېر ۲۲ کسان یاد کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د بېړني حالت رییس ډاکتر مایکل ریان وايي: "مونږ باور لرو چې د مړینې دا شمېر خورا کم دی."

ښاغلي ریان زیاته کړې چې: "چین د کورونا پېښو شمېر له هغه څه کم ښيي چې په روغتونونو کې د خلکو له راتلو،‌ ځانګړو واټونو کې د هغوی د بستر کېدو او په ځانګړي ډول د مړینې له شمېر مالومېږي."

چین تېره میاشت د کورونا له امله په مړینه کې خپل معیارونه بدل کړل، په دې مانا چې یوازې هغه کسان شمېرل کېږي چې د تنفسي ناروغیو له امله مري.

ډاکتر زیان چېن کې د کورونا د کره شمېر پر خپرولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې، روغتیایی کارکوونکي هم کولی شي په یوازې ځان د خپلو تجربو او شمېر په اړه رپوټ ورکړي.

هغه همدا راز ویلي: "مونږ د مړینې او مثبتو پېښو په اړه د رپوټ برخه کې د ډاکټرانو او نرسانو مخه نه نیسو،‌ بلکه دې برخه کې خلاص چلن لرو او هڅه کوو په ټولنه کې د دغې ناروغۍ کره شمېر ثبت کړو."

د اېیر فینېټي په نامه د انګلستان د ساینسي ډېټا شرکت چین کې هره ورځ د کورونا د دوه میلیونه مثبتو پېښو او ۱۴ زره اووه سوه مړینو اټکل کړی دی.

وروسته له هغې کې نږدې یوه میاشت مخکې، چین د کورونا پر وړاندې د صفر پالیسۍ عملي کول بند کړل، روغتونونه له خلکو ډک او د مړینې رپوټونه ورکړل شول.

په لسګونو هېوادونو د چین د وګړو پر ورتګ بندیزونه لګولي دي. بیجنګ دا کار سیاسي انګېزه بللې او د غچ اخیستو ګواښ یې کړی.

د چهار شنبې پر ورځ اروپايي‌ ټولنې نوی لارښود خپور کړ او ټینګار یې وکړ چې له چین هر هېواد ته تلونکې مسافر دی له الوتنې مخکې د کورونا منفي ازموینه له ځانه سره ولري.

سره له دې چې چین کې د کورونا پېښې زیاتې ثبتېږي خو د دغې ناروغۍ کومه بله نوې بڼه پکې نه ده لیدل شوې. د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې ښایي لامل یې د کورونا ازموینو د شمېر کموالی وي.

چینایي چارواکو اعلان کړی چې په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي‌ توکو پر لېږد لګیا دي، او هڅه کوي هلته د پېښو له زیاتېدو مخکې د دغو توکو د کموالي ستونزه حل کړي.ځکه چې دغو سیمو کې واکسین ته لارسرسی هم ګران دی.

روغتیا نړیوال سازمان همدا رنګه خبرداری ورکړی چې چین به یو څل بیا د کورنا له یوې سختې څپې سره مخ شي،‌ځکه چې په نوي کال کې ډېرې کورنۍ یو ځای سره راټولېږي او ګڼه ګوڼه زیاته جوړوي.