تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په ۲۰۲۲ کال کې ۹ بېسارې پېښې
په ۲۰۲۲ کال کې، ډېرې بېسارې پېښې شوې چې ټولې یې د ځمکې پر مخ نه وې
دلته به په ۲۰۲۲ کال کې ځینې د پام وړ پېښې راواخلو:
د یوې سیارې د لوري بدلون
د ناسا فضايي سازمان د ډسمبر میاشتې په ۲۸ وتوانېد چې له یوې کوچنۍ سیارې سره د سپوږمکۍ قصدي ټکر په وسیلې د هغې لوری بدل کړي. د دغه کار موخه له ځمکې د هغو شیانو پر وړاندې د ځمکې د دفاع امکانات ازمویل وو چې کېدای شي، ځمکې ته ګواښ پېښ کړي. ناسا په دغې تجربې سره خپلې موخې ته ورسېده.
د انسان په وینه کې د مايکرو پلاسټیک موندنه
په تېر مارچ کې د څېړنو یوه پایله د نړیوال چاپېریال په ژورنال کې خپره شوه. په څېړنه کې تر ۸۰٪ سلنه کسانو وینې کې د مایکرو پلاسټیکونو نښې موندل شوي دي.
مایکرو پلاسټیک د پلاسټیک کوچنۍ ټوټې دي چې اوږدوالی یې تر ۵ ملي مترو وي. دا ټوټې په خاوره یا د سمندر اوبو او یا هم ککړ چاپېریال له امله جوړېږي.
د انسانانو په بدن کې د مایکرو پلاسټیک اغېز لا هم نه دی معلوم، خو څېړونکي وايي دې پایلې ته رسېدلي چې مایکرو پلاسټیک د انسان حجرو ته زیان رسوي.
لومړنی نړیوال جام
د ۲۰۲۲ کال فوټبال نړیوال جام له څو بې سارو پېښو سره ثبت شو.
لومړی دا چې دا ځل د نارینه وو فوټبال نړیوال جام لوبې په یوه عربي او مسلمان، هېواد قطر کې ترسره شوې.
د نړیوال جام په تاریخ کې په لومړي ځل د نارینه وو فوټبال لوبڅارانې ټولې ښځینه وې. د جرمني او کاسټریکا د لوبې پر مهال استفاني فراپار لومړنۍ مېرمن شوه چې په یوه نړیواله سیالي کې یې لوبڅاري او قضاوت کاوه.
بله بېساری پېښه نیمه پایلوبو ته د مراکش لوبډلې لار موندنه وه، چې یوه افریقايي يا عرب لوبډلې لپاره تر ټولو ښه پایله وه.
بله دا چې د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام لوبو کې لېونل میسي بالاخره وتوانېد چې تر پنځو ځلو هڅو وروسته د نړیوال جام اتلولي وګټي.
اته میلیارده وګړي
د نومبر ۱۵ هغه نېټه ده چې د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ په لومړي ځل د نړۍ د وګړو شمېر تر اتو میلیاردو واوښت.
د ملګرو ملتونو په وینا، "د وګړو شمېر بې ساري زیاتېدلو لاملونه په تدریجي ډول د انسانانو عمر زیاتېدل چې روغتیا برخې پرمختګونه، تغذیه، شخصي او طبي درملنې بلل کېږي، دغه راز په ځینو هېوادونو کې د ماشومانو ډېر زېږون هم د یادولو دی. "
که څه هم ملګرو ملتونو ویلي یوازې په ۱۲ کلونو کې د نړۍ د وګړو شمېر له اوو څخه اتو میلیارده تنو ته رسېدلی، خو د یو میلیارد نورو وګړو د ډېرېدو لپاره به بیا ۱۵ کلونو ته اړتیا وي، ځکه اوس مهال په نړۍ کې د زېږون کچه پڅه شوې ده.
د ملاریا واکسین چې نړۍ به بدله کړي
په سپټمبر میاشت کې، د اکسفورډ پوهنتون څېړونکو اعلان وکړ، دوی د ملاریا واکسین جوړ کړی چې کولای شي نړۍ بدله کړي. دغه واکسین، چې تمه ده راتلونکی کال وړاندې شي، ازموینو یې ښوولې چې د دغې وژونکې ناروغۍ پر وړاندې ۸۰ سلنه اغېزمن دی. دا ناروغي هر کال ۴۰۰ زره کسان وژني. ساینس پوهانو اعلان کړی چې دا واکسین به ارزانه وي.
ملاریا په نړۍ کې د ماشومانو د مړینې یو له اصلي لاملونو دی او پر وړاندې یې د واکسین جوړول یو ستونزمن کار دی، ځکه هغه پرازیت چې د دې ناروغۍ لامل ګرځي پېچلی او په ستونزمنه توګه موندل کېږي. دا پرازیت په دوامداره توګه په بدن کې خوځېږي راخوځېږي او خپل حالت بدلوي.
پر اولمپیک او جنسیت تاریخي اغېز
امریکایي مشهور سکیټر تیموتی لیډوک لومړی غیر بائنری یا نادوګوني جنسیت لرونکي شخص شو چې د فبرورۍ په میاشت کې یې په بیجینګ کې د ژمني اولمپیک په لوبو کې سیالي وکړه.
لیډک د مډال په ګټلو بریالی نه شو او د ایشلي کین سره د کنګل پر سره دوه کسیزه نڅا کې یې اووم ځای وګاټه، خو په ټوله نړۍ کې يې تل پاتې اغېز پرېښود.
د جمېز وېب بې ساري تصویرونه
په ۲۰۲۲ کال کې د جمېز وېب ټلسکوپ د خبرونو سرټکی شو، د جولای په میاشت کې د خپل کار پیل راهیسې د کایناتو حیرانونکي انځورونه ځمکې ته لېږلي دي. یو له دغو تصویرونو د کایناتو له ژورې برخې اخیستل شوی وو.
د بریتانیا لومړنی اسيايي توکمه لومړی وزیر
بریتانیا په ۲۰۲۲ کال کې د لومړي وزیر په چارو کې ریکارډ ټینګ کړ، لیز ټرس د ۴۵ ورځو لومړۍ وزیرې دندې ترسره کولو سره د بریتانیا تر ټولو کمې مودې لومړۍ وزیره وه. خو تر هغه وروسته یوه بله مهمه پېښه هم رامنځ ته شوه. ریشي سونک د بریتانیا لومړنی لومړی وزیر شو چې سپین پوستی نه دی او داکټوبر په ۲۵ د لومړي وزارت څوکۍ ته ورسېد.
له مایکروسکوپ پرته د بکټریا لیدل
ساینسپوهانو د جون په میاشت کې، د نړۍ ترټولو لویې بکتریا د موندنې یا کشف اعلان وکړ. تاسو د تیومارګاریتا میګنیفکا د لیدو لپاره مایکروسکوپ ته اړتیا نلرئ، دا نوې کشف شوې بکټریا د انسان د سترګو بڼو په اندازه ده، شاوخوا یو سانتي متر اوږدوالی لري، چې دا مخکې د تر ټولو لویې پیژندل شوې بکټریا څخه پنځوس ځله لویه ده.