په ایران کې د لاریونونو د پیل سل ورځې پوره شوې
په ایران کې د حکومت ضد پراخ لاریونونو له پیله نن سل ورځې پوره شوې.

په ایران کې لاريونونه د امربالمعروف کسانو له خوا د مهسا اميني تر نیول کېدو او بیا وژل کېدو وروسته پيل شول او د ايران په ډېرو سيمو کې لا هم روان دي.
لاریون کوونکو د خپل ژوند د حالاتو او د دغه هېواد په حکومتي نظام کې د اساسي بدلونونو غوښتنه کوله.
ښځې، ځوانان او محصلان له وړاندې د دغه خوځښت په سر کې وو.
اوسني لاریونونو په ایران کې د حکومت پرضد تر ټولو ستر بلل کېږي. لاريونونه په بهر کې د مېشتو ايرانيانو له پراخ ملاتړه برخمن دي. همدا شان د بېلا بېلو هېوادونو د حکومتونو او د مهمو سياسي، ټولنيزو، علمي او هنري شخصيتونو له خوا ورسره د پيوستون څرګندونې شوې دي.
له لاریونیانو سره د حکومتي ځواکونو د تاوتریخوالي په لړ کې تر اوسه سلګونه کسان وژل شوي او په زرګونو نور نیول شوي. د اعتراض کوونکو پر وړاندې د دغو ځواکونو ځینې کړنې بې سارې وې او په کور دننه او بهر له سختو نیوکو سره مخ شوې.
د لاریونیانو پر ضد د ایران حکومت ګامونه په نړیواله کچه له سختو نیوکو سره مخ شول. د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې له بشري حقونو د سرغړونو ارزونې په موخه د حقیقت موندنې یو پلاوی وټاکه. دغه راز په ملګرو ملتونو کې د ښځو په کمیسیون کې د ایران غړیتوب ترې واخیستل شو.

د عکس سرچینه، WANA VIA REUTERS
په دې موده کې په ډېرو ځایونو کې انټرنټي اړیکې کمزورې شوې وې او په ځینو برخو کې انټرنټ بیخي پرې شوی.
بل پلو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، نړیوال په ایران کې روان حالت ته جدي پام کوي.
"د نړیوالو پام هغه څه ته ډېر متوجه شوی چې په ټول ایران کې تېرېږي، موږ دغه راز په ایران کې د سوله ییزو لاریونونو پر لور د ایران حکومت ډزو په تړاو اندېښمن یو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو"
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي، "موږ د ټولیزو نیونو شاهد یو، موږ ساخته ګي محکمې ولیدې، موږ اعدامونه ولیدل، دا نه یوازې موږ بلکې د نړۍ سترګو لیدلي."
اوس چې سل ورځې پوره کېږي، روښانه نه ده چې دغه لاریونونو به تر کله روان وي. د دغو لاریونو په تور دوه کسان اعدام شوي هم دي چې پراخ غبرګونه یې پارولي دي. داسې رپوټونه شته چې ښايي د ایران محکمې نور کسان هم په ورته سزا محکوم کړي.





















