ايران کې احتجاجونه؛ "تراوسه لږترلږه ۳۷۸ تنه وژل شوي"

د عکس سرچینه، WANA VIA REUTERS
په ناروې کې د ایران د بشري حقونو سازمان په یوه تازه رپوټ کې ویلي چې ایران کې د روانو لاریونونو پرمهال "د حکومت اړوند امنیتي کسانو له خوا لږ تر لږه ۳۷۸ تنه وژل شوي دي. "
دې سازمان ویلي د وژل شویو کسانو په ډله کې ۴۷ ماشومان او ۲۷ ښځې هم شاملې دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان د ایران پر حکومت تور لګولی د لاریون کوونکو پرضد یې د دروغو یو کمپاین پیل کړی او په دې سره هڅه کوي چې د خپلو خلکو د وژلو له مسؤولیت ځان خلاص کړي.
د دې سازمان مشر محمد امیر مقدم خبرداری ورکړی چې د ده په وینا حکومت د درواغو کمپاین او معترضینو ته له بهرنیو وسله والو ډلو سره په تړاو ورکولو هڅه کوي د "خلکو لا پراخې وژنې" ته لاره هواره کړي.
یاد سازمان وايي کرد میشتو سیمو کې د ۱۳۹۸ کال اعتراضونو د قربانیانو د تلین په مناسبت د را ټولو شویو خلکو ځپل هم پراخ کړي او په تېرو څو ورځو کې د ایران امنیتي کسانو له خوا لږ تر لږه ۲۵ کردان وژل شوي دي.
دا سازمان ادعا کوي چې کرد میشتو سیمو کې سلګونه کسان نیول شوي ، یو زیات شمير ټپیان دي، د نیولو شویو کسانو برخلیک نامعلوم او د ټپیان روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د عکس سرچینه، LEADER.IR
له بلې خوا د ایران مذهبي مشر علي خامنه یي چې د روانو لاریونونو او اعتراضونو په اړه ډېر کم غږيږي یوه تازه بیان کې روان اړو دوړ کم ارزښته بللی.
ده د ایران نظام د بقا پر وړاندې احتمالي ګواښونو ته په اشارې ویلي اعتراضونو تر شا لاس لرونکي کسان نه شي کولی نظام ته زیان ورسوي.
اعتراض کوونکي اوس په ښکاره د ایران د مذهبي مشر پرضد چې تر ټولو ډېر سیاسي او نظامي واک لرې، د مرګ شعارونه ورکوي او هغه دیکتاتور بولي.
خامنه يي ویلي دوی ونشوای کولی خلک د حکومت پرضد را وباسي، نو ځکه یې د ده په وینا شرارت ته لاس اچولی چې حکومتي چارواکي ستړي کړي ، خو دی وايي دوی تېروتنه کوي، ځکه د همدې شرارت کولو سره خلک له دوی بېزاره او زړه توري کېږي.
نوموړي اعتراض کوونکو ته په نامستقیم ډول ګواښنه کړې او په ټينګار یې ویلي چې د ده په ټکو د شرارت ټغر به نور ټولېږي.
له دې وړاندې هم د ایران لوړ پوړو چارواکو اعتراض کوونکو ته ګواښونه کړي، خو تر اوسه ظاهرا ښکاري چې ور ځ تر بلې اعتراضونه پراخېږي او خلک له وېرې پرته واټونو ته راوځي او د اوسني نظام پرضد شعارونه ورکوي.
علي خامنه د شنبې پر ورځ وینا کې روان اعتراضونو لړ کې اوښتې مرګ ژوبلې ته هېڅ اشاره ونکړه.
په ایران کې دننه د حکومت اعتراضونو د دوام ترڅنګ شنبه (۱۹ نومبر) د نړۍ لر او بر څو ښارونو کې مېشتو ایرانیانو لاریونونه او احتجاجي غونډې وکړې.
ایران کې روان اعتراضونه د دغه هېواد د اوسني نظام په څه باندې ۴۰ کلن تاریخ کې تر ټولو پراخ بلل شوي. دا اعتراضونه دوه میاشتې وړاندې د ارشاد په نوم پولیسو په توقیف کې د ایرانۍ مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شول.




















