"د جرمني پاچاهي‌"؛ هغه ځان جوړی پاچا چې جرمني نه مني

د خپرېدو وخت

د جرمني په ختیځ لېرې پرتې کلیوالي سیمې کې یوه نه لیدونکې کرښه اېستل شوې ده.

د یوې کوچنۍ کلا برجونه چې له لوړو ونو یې څوکې وتلي، له لېرې لیدل کیږي. هغه لوحه چې د کلا مخې ته نصب شوې، خلکو ته په جدي توګه ښيي چې دوی یوه نوي هېواد ته ننوتي دي.

"د جرمني پاچاهي" هغه هېواد چې له ځانه جوړ شوی او پاچا یې هم له خپله ځانه، ځان پاچا بولي.

دغه پاچا ځان لومړی پیتر بولي. د هغه د تاج اېښودلو او سلطنتي لکړې ترلاسه کولو مراسم او تشریفات نژدې یوه لسیزه مخکې ترسره شوي دي.

دغه "هېواد" خپلې پیسې او د پېژندنې کارتونه چاپوي او خپل بیرغ هم لري.

دوی په جرمني کې د شاوخوا ۲۱۰۰۰ کسانو له ډلې دي چې ځانونه د ریخ وګړو غورځنګ غړي ګڼي. د جرمني د استخباراتي ادارې په وینا، د دې غورځنګ غړي د یوې توطیې نظریه تعقیبوي، نو ځکه په دې باور دي چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته مشروعیت نه لري.

تېره اوونۍ د دغه غورځنګ د ۲۵ تنو نیول کېدو چې ګومان کېده، غوښتل یې د جرمني حکومت نسکور او پر پارلمان برید وکړي، د ډېرو پام ځان ور واړاوه.

پاچا پیتر وايي، د تاوتریخوالي اراده نه لري، خو په دې باور دی چې جرمني "ناروغ او ویجاړونکی" هېواد دی.

هغه وايي "زه هېڅکله دې ته لېواله نه یم چې د دغه فاشیستي او شیطاني سیستم برخه اوسم."

د مرکې لپاره د بي‌ بي‌ سي‌ خبریالې سره یوې بلې کوټې ولاړ چې څراغونه پکې لګېدلي وو او مجللې څوکۍ پکې کېښودل شوې وې.‌

خو دا یو عادي کوټه یا سالون نه دی. دلته ځانګړي‌ څراغونه او کمرې دي، دا د پیتر شخصي سټډیو ده. او تمه لري چې خپلې ټلویزیوني خپرونې هم پیل کړي.

نوموړي وویل، وروسته له هغه چې د ښاروال کېدو او د جرمني پارلمان ته په هڅو کې بریالی نه شو، نو احساس یې وکړ چې د پاچاهۍ له اعلان پرته بله چاره نه لري.‌

هغه وايي "په جرمني کې هغه کسان چې په فساد او جنایتونو ککړ وي او یا تیار وي چې ګټه ترې واخیستل شي پرمختګ کوي، هغه کسان چې ریښتیني دي او غواړي نړۍ د ټولو په ګټه بدله او ښه شي، هېڅ چانس نه لري."

اصلي نوم یې پیتر فیتزک دی او هغه کارونه چې یې کړي‌ دي،‌ څو ځله د جرمني له قوانینو سره په ټکر کې وو.

جرمني د نوموړي پاچاهي او اړوند سندونه په رسمیت نه پېژني. ښاغلی فیتزک له اجازه لیک پرته د موټر چلولو او خپلې شخصي روغتیا بیمې جوړولو له امله څو ځله محکوم شوی دی. دغه راز د خپلو خلکو د پیسو د غلا او پټولو په تور په څو کاله بند محکوم شوی وو، چې هغه حکم بېرته واخیستل شو.

د سیمه ییزو استخباراتو اداره چې له نژدې دوو کلونو راهیسې د نوموړي او د هغه د پاچاهۍ څارنه کوي، هغه یو خطر او ګواښ ګڼي. د هغه پاچاهي یوه داسې کلتور ته ورته بولي چې د توطیې له نظریو او افراطي مفکورو سره په خلکو کې نفوذ کوي.

خو هلته خلک په دغې پاچاهي کې په خپلو کورونو ویاړي.

دوی د جرمني حکومت ته مالیه نه ورکوي او خپل ماشومان هم ښوونځيو ته نه استوي، چې دا کار په جرمني کې غیر قانوني دی. دوی اړ دي چې خپل قانوني جوړښت ته ژمن اوسي. د بي بي سي خبریالې ته وویل شول چې پخپله د پیټر شاه لخوا یې څارنه کیږي، دوی دغه راز د روغتیا پاملرنې پلان لري.

بنیامین چې د عامه اړیکو مسؤل دی او په دې وروستیو کې له خپلې میرمنې او کوچنیو ماشومانو سره دغې سیمې ته ورغلی وايي: "دا سلطنت کولای شي ستاسو ټولې ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي. خواړه او ټولنیز امنیت، دا ټول دلته چمتو دي."

د دوی له خوا د چاپیریال ساتنې او د پرمختللې ټیکنالوژۍ کارولو لپاره کوم ځانګړی پلان نه ښکاري، بله دا چې د دغې سیمې اوسېدونکي په عصري درملو باور نه کوي.

بنیامین وايي دلته هېچا د کوویډ ۱۹ ناروغۍ واکسین نه دي‌ کړي. دا د ریخ ښاریانو د خوځښت ګډ دریځ دی.

له کلونو راهیسې، د ریخ اوسېدونکي یو ډول ملي ټوکه ګڼل کیدل، خو اوس د جرمني حکومت پوهېدلی چې باید دا سیمه او خلک جدي وګڼي.