پر پوله د هند او چین پوځیانو تر منځ نښتې مرګ ژوبله اړولې

د عکس سرچینه، Getty Images
هند وايي، د اروناچل پرادېش غرنۍ پولې په اوږدو کې یې چینایی ځواکونو سره نښته کې پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د هند پوځ د تېرې دوشنبې پر ورځ ویلي چې، دا نښته د تېرې جمعې پر ورځ رامنځته شوې ده.
دا په څه باندې یوه کال کې لومړی ځل دی چې د دواړو غاړو تر منځ یو ځل بیا جګړه کېږي.
چین لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو رویټرز د هندي پوځ د یوې سرچینې له قوله ویلي و، لږ تر لږه شپږ هندي پوځیان ټپیان شوي دي.
له دې وړاندې هم ۲۰۲۰ کال کې د هند او چین پوځیانو تر منځ لویه جګړه شوې وه، چې لږ تر لږه ۲۴ سرتېري پکې له دواړو غاړو وژل شوي وو.
اوس دغه دوه هېوادونو د تاوتریخوالي کمولو لپاره کار کوي.
هند پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي:" دواړه خواوې سملاسي له سیمي وتلي دي."
دغه خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې، د دواړو خواوو قوماندانانو سملاسي د "د سولې او ارامۍ د بیا راګرځولو" لپاره غونډه وکړه.
د هند دفاع وزیر راج نات سینګ د سه شنبې پر ورځ پارلمان ته وویل، هېڅ یو هندي سرتیري ته کوم جدي زیان نه دی اوښتی او دا چې پېښه په "ډیپلوماتیکه کچه" مطرح شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې:" د هند پوځي قوماندانانو د پر وخت مداخلی له امله د چین د خلکو د ازادۍ پوځ (پي اېل ای) عسکر بېرته خپلو ځایونو ته لاړل."
د چین او هند تر منځ ۲۱۰۰ میله اوږده د حقیقې کنټرول کرښه پرته ده چې په سمه توګه نه ده په نښه شوې او کله ناکله پکې د دواړو غاړو تر منځ جګړه کېږي.
له دې هر څه سره بیا هم دواړه خواوې هڅه کوي چې د ورته نښتو مخه ونیسي او بیا د ۲۰۲۰ کال جون هغه لویه جګړه تکرار نه شي چې شاوخوا ۲۰ هندي او لږ تر لږه ۴ چینايي سرتېري پکې ووژل شول.
دا جګړه ۴۵ کلونو کې پر پوله د دواړو هېوادونو تر منځ تر ټولو لویه او وژونکې جګړه وه.
۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې هم یوې بلې مخامخ جګړې د دواړو خواوو پوځیانو ټپیان کړي و، دا نښته د چین او د هند د سیکیم ایالت تر منځ پر پوله چې د بوتان او نیپال تر منځ شګلنه ده رامنځته شوې وه.
د سپټمبر میاشت کې دواړو هېوادنو هوکړه وکړه چې د لویدیځ همالیا د لېري پرتې سرحدي سیمي په اوږدو کې له یوې لانجمنې سیمي جلا شي او دواړو خواوو د سرتېرو ایستل پیل کړي و.


















