طالبان وايي د کابل شهر نو کې پر یوه هوټل برید پای ته رسیدلی

حمله کابل

د عکس سرچینه، Social Media

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

طالبان وايي د کابل په شهر نو کې پر یوه هوټل برید د درېیو بریدګرو په وژلو پای ته رسیدلی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر لیکلي "د هوټل ټول میلمانه ژغورل شوي او هيڅ کوم بهرنی تبعه ندی وژل شوی. صرف ۲ تنه بهرني میلمانه هغه مهال ټپيان شول چې له لوړ چټ څخه يې ځان را وغورځاوه.

ښاغلي مجاهد دا نه دي ویلي چې بهرنيان د کوم هېواد خلک دي.

کابل کې د طالبانو پولیسو مخکې ویلي وو "نن ماسپښین شاوخوا دوه نیمې بجې د کابل ښار شهر نو سیمه کې د یوه هوټل ودانۍ چې عام وګړي په کې اوسېږي، د شریرو عناصرو له خوا تر برید لاندې راغلې."‌

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

رویټرز خبري‌ اژانس د طالبانو له خولې لیکلي‌، چې چاودنه د کابل په "شهر نو" سیمه کې شوې او ظاهرآ هغه ځای په نښه شوی چې چينايي پانګوال پکې اوسېږي.

په خواله رسنیو کې ځینې وېډیوګانې لېدل کېږي چې له یوې ودانۍ لوګي پورته کېږي او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.

شینهوا خبري‌ اژانس د عیني‌ شاهدانو له خولې ویلي‌،‌ دغه برید هغه میلمستون ته نژدې شوی چې چینايي وګړي پکې اوسېدل.‌‌

روښانه نه ده چې دغه برید د چا کار دی.‌

دا خبر تازه کېږي...